
د کابل پولیسو اکاډمي په ۱۰مه دوره کې ۴۴۶ پولیس ـ افسران فارغ شول.
ولسمشرمحمداشرف غنې د پولیس ـ افسرانو فراغت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، د دولتي ادارو په ځانګړي توګه امنیتي بنسټونو په ګومارنو کې د ملي شورا غړیو واسطهبازي او لاسوهنې باید رسنیزې شي.
د ولسمشر په وینا، هغه کسان چې د واسطې له لارې پر دندو ګومارل شوي؛ د جګړی له ډګره تښتېدلي او یا یې غلاوې کړي او تښتېدلي دي.
ښاغلی غني زیاتوي، وروسته لهدې باید ټولې ګومارنې، تبدیلۍ او ترفیعګانې د افسرانو ذاتې قانون په رڼا کې وشي.
افغان ولسمشر د ملي شورا له غړیو په احترام غوښتنه وکړه چې د ګورمارنو لهپاره وزارتونو ورنهشي او کهچېرې ورشي؛ ریکارډ به یې کړي او په ټولو ټلوېزیونونو به یې وښيي.
غونډې ته ولسمشرغني وویل چې کوماندويي ځواکونه دوه برابره شوي او هوایي هغه به درې برابره زیات شي چې پولیس یوازې د قانون تطبیق ته وزګار شي.
ښاغلي غني پهدې غونډه کې د پولیسو روغتیایې خدمتونو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، هغه روغتیایي خدمتونه چې د ملي امنیت او ملي اردو په روغتیایي مرکزونو کې وړاندې کېږي؛ د پولیسو له هغو سره ډېر توپیر لري.
امنیتی چارواکیو هم لهدې مخکې تل په مقرریو کې د ملې شورا د غړیو په لاسوهنو نیوکې کړېوې.





