ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالله د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی

 

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د څرګندونو په اړه د غبرګون ښودلو ترڅنګ ویلي، چې د نوموړي تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې

د هېواد د حساسو شرایطو په درک سره لازمه ده، چې سیاسي قشر، دولتي مقامات، علمای کرام، قومي مشران او هېوادوال د نظر په یووالي او د لازمې اجماع په حفظ سره خپلو ګډو کوښښونو ته ادامه ورکړي، تر څو په ټولو شته ننګونو بریالي شو.

جمهوري ریاست لیکلي: " د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په  پوره حوصله مندۍ د چارو پرمخ بېولو کې په نږدې دو کالو کې د زیاتو ننګونو باوجود پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي."

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې کاږل شوي، چې د ملي یووالي حکومت کار د مجموع په توګه ادامه مومي، د هغه د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر ولسمشر غني توندې نيوکې وکړې.

هغه وویل "ماته ولسمشر غني په ۳ میاشتو کې هم د مخامخ خبرو فرصت نه دی راکړی".

نوموړي دا هم وویل، چې څوک د بحث او خبرو کولو حوصله نه لري، نو د ولسمشرۍ لیاقت هم نه لري.

هغه زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به د ملي وحدت حکومت د ستونزو په اړه ځينې خبرې ولري.

اجرایوي مشر وویل، چې دی په داسې ساده ګۍ اجرایوي ریاست چوکۍ ته نه دی رسيدلی او نه به يې په داسې اسانۍ پريږدي.

هغه په جدیت سره وویل، چې هیڅکله به هم خپل ځای بل چاته خالي نه کړي.

عبدالله دا هم وویل، چې د ملي وحدت حکومت د چا بخښنه یا خیرات نه دی، بلکې د لویو قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی.

اجرایوي مشر دا هم وویل، چې که له پېل راهیسې هر څه د ملي وحدت حکومت د هوکړې سره سم پرمخ تلل، نو اوس به داسې ستونزې نه پېدا کېدې.

هغه زیاته کړه، چې په یو ولایت کې ښاروال ټاکل شوی، چې دوی ترې ۴۰۰ زره رايې ترلاسه کړي دي، خو په ټاکلو کې يې هیڅ اطلاع نه دی حاصل کړی.

د حکومت اجرایوي مشر وویل، چې باید ددغه حکومت د اساس او تشکیل په اړه دویم ځلي خبرې وشي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې لوی او عمومي مجالس يې تحریم کړی او تر هغه به په دغو مجلسونو کې ګډون نه کوي، چې اساسي مسایلو پر سر یوې نتیجې ته و نه رسیږي.

هغه زیاته کړه، چې همدا اوس حکومت فلج دی او هیڅکله به هم د هغو ارمانونو څخه په شا نه شي، چې خلک ورته رسیدل غواړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام