«حکومت د سولې په برخه کې جدي هڅې نه کوي»

د سټراټیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د هېواد په ۶ لویو ښارونو (کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او کندوز کې د ملي یووالي حکومت په دوره کې د جګړې او سولې په اړه د پوښتن‌پاڼو له لارې ۱۹ بېلابېلې پوښتنې کړې دي.

د یاد څېړنیز مرکز یو څېړونکی حکمت‌الله ځلاند د دغه څېړنیز راپور خپرولو په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د پوهنتون ۸۱۲ استادانو دا پوښتنې ځواب کړې دي.

په خپاره شوي راپور کې لیکل شوي چې ۴۶ اعشاریه ۵۹ سلنه کسان پر دې باور دي چې سوله ژر نه‌شی راتلای؛ ۶۹ اعشاریه ۲۸ سلنه وایي چې حکومت په سمه توګه د سولې لپاره کار نه کوي؛ له ۸۰ سلنې ډېر وایي چې د سولې عالي شورا فعالیتونه بریالي نه‌دي؛ ۷۴ اعشاریه ۹ سلنه پر دې باور دي چې د سولې خبرو لپاره په وروستیو کې جوړ شوی بورډ ناکام دی او ۴۲ سلنه هم باوري دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د ملي یووالي حکومت د سولې تګلاره تر ډېره پر طالبانو د سیاسي، پوځي او مذهبي فشارونو را څرخېده چې طالبان له دولت سره مخامخ خبرو ته چمتو کړي.

ځلاند د دغه راپور د جګړه‌ییزې برخې په اړه وویل چې د ملي یووالي حکومت په جوړېدو سره د جګړې ډګر نور هم تود شو او په دې دوره کې مرګ‌ژوبله هم ډېره شوې ده.

د ده په وینا، د دوی په راپور کې لیکل شوي چې په تېرو څلورو کلونو کې له ۴۳ زرو ډېرو ملکی وګړیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې څه باندې ۱۴زره یې وژل شوي او له ۲۹ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

د یاد مرکز په نظرپوښتنه کې راغلي چې ۸۰ اعشاریه ۷۰ سلنه وګړي وایي چې د ملي یووالي حکومت په دوره کې له جنایي پېښو ځان خوندي نه احساسوي؛ ۵۴ اعشاریه ۷۲ سلنه وایي چې د هېواد چارې پر سم لوري نه‌دي روانې؛ ۳۴ اعشاریه ۲۶ سلنه د ناامنۍ د ډېرېدوخبره کوي؛ ۳۰ اعشاریه ۶۸ سلنه کسانو د ناامنۍ د نه کمېدو یادونه کړې؛ ۶۵ اعشاریه ۹۶ سلنه پر دې باور دي چې د خوندیتوب احساس نه کوي؛ له ۷۱ سلنې ډېر کسان وایي چې د ناامنیو لامل د بهرنيو ځواکونو موجودیت دی او ۵۴ اعشاریه ۱۴ سلنه بیا د ملکي مرګ‌ژوبلې عاملان بهرنیان په ګوته کوي.

د سټراټېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د څېړونکي په وینا، د ملي یووالي حکومت په دوره کې د ناامنیو ستر لامل د دغه حکومت د چارواکیو ترمنځ خپل‌منځي اختلافات او داسې نور دي.

په همدې حال کې په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال وویل چې دولت باید له خپرو شویو شمېرو ګټه واخلي او د خلکو غوښتنو او پوښتنو ته باید ځواب ویونکی وي.

اړوند مطالب:

د نوموړي په باور، د سولې او جګړې پر تولو پالیسیو باید بیا کتنه وشي او پر هغو ټینګار و نه‌شي چې په‌کې بریالي نه وو.

د یادونې ده چې  ډېر کله د یو شمیر نړیوالو او کورنیو څېړنیزو بنسټونو له‌خوا د حکومت د کړنو او پالیسیو په اړه څېړنې کېږي چې د څېړنیزو مرکزونو د مسوولانو په اند ډېرې اغېزمنې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام