«د کابل دویم کنفرانس» کې له مخالفانو سره د سولې طرح وړاندې کېږي

افغان ولسمشر محمداشرف غني د سلواغې ۲۶ یا له افغانستانه د پخواني شوروي د سرو لښکرو وتلو په نمانځ‌غوندې کې وویل چې د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره به د سولې د خبرو ـ اترو طرح د کابل دویم کنفرانس ته وړاندې کړي.

ولسمشر غني په ټینګار سره له افغانانو وغوښتل، له هغو کسانو وپوښتي چې ولې او په کوم قیمت د سولې خبرو ـ اترو ته غاړه نه‌ږدي.

افغان ولسمشر غني چې تل‌پاتې سوله د خپل حکومت لومړیتوب ګڼي؛ وایي چې له افغان‌عالمانو سره په همغږي د سولې په اړه پرېکړې کېږي.

محمداشرف غني د وینا په یوه بله برخه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه وویل چې په هغه هېواد کې ټول پراته کډوال به په راتلونکیو دوو کلونو کې هېواد ته راستانه شي.

ښاغلی غني تاکید کوي چې له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو وروسته، ایران سره هم په هغه هېواد کې د پرتو کډوالو راستنولو په اړه خبرې وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام