
د مشرانو جرګې یو شمېر سناتورانو د ننګرهار پر اچین ولسوالۍ د امریکايي پوځيانو لهخوا د بمونو د مور استعمال په باب د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر نیوکو توند غبرګون وښود.
دوی وايي، چې د کرزي لهخوا دا شان څرګندونې د ملي ګټو پر خلاف دي.
د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې ځینو سناتورانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د شنبې ورځې د څرګندولو په اړه وویل، چې حامد کرزي په خپلو خبرو کې د ملي یووالي حکومت مشران په بېکفایتۍ او ملي خیانت تورن کړی، چې پر وینا يې دا ډول څرګندونې د ملي ګټو سره په ټکر کې دي.
دوی زیاتوي، چې اوسنیو حالاتو ته باید ټول افغان مشران د مهمو مسایلو په اړه یوه خوله وي او په یو بل له بېځایه تورونو ډډه وکړي.
د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکتر محمداصف صدیقي وویل، پخوانی ولسمشر خپله امریکایانو راوستی و او په افغانانو یې وپیژندو.
همدا ډول د ده د واکمنۍ پرمهال په افغانستان ۱۶۰ زره امریکایي عسکر و، چې د زیاتو ستونزو سره ـ سره يې د تيرې ورځې په شان عتراض نهدی کړی.
د هغه پر خبره، د حکومت په مقابل کې شخصي عقدو سره نباید د ولس احساسات ګډ کړل شي.

دغه راز د مشرانو جرګې بل غړی جمعهالدین ګیانوال وویل، د افغانستان اوسني شرایط ایجابوي، چې ټول افغان مشران د نیوکو پرځای باید له حکومت سره همکاري وکړي.
هغه د کرزي څرګندونې د ملي ګټو خلاف وباله او و يې ویل، چې دغه ستونزې د ده د واکمنۍ میراثونه دي.
« د کرزي د واکمنۍ پر مهال مافیا وه، غصب وه اختطاف وه او اوس بیاهم خوبونه ویني. زه پر لویه پکتیا، لوی کندهار او لوی ننګرهار دا غږکوم چې د داسې رهبرانو په خبرو ونه غولېږي.»
په همدې حال کې د مشرانو جرګې څو تنوغړو بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي نیوکې پرځای وبللې.
سناتور محمدهاشم الکوزي وویل، د کرزي د واکمنۍ پرمهال په هیواد کې امنیتي وضعیت ښه و یو ولایت یا ولسوالي نه و سقوط شوی او اوسنۍ څرګندونې هم ولس په خاطر کوي.
د شنبې په ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکایې الوتکې پهواسطه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو د بمونو د مور په نوم د ترټولو غټ بم غورځولو په غبرګون کې ویلی وو، چې نور د ملي یووالي د حکومت مشران دده مشران نه دي او هغوی یې په ملي خیانت تورن کړي وو، او همدا ډول یی ګواښ کړی و، چې امریکایان به له افغانستانه وباسي.





