عطامحمد نور: له بلخه “زما د تګ خبره” اوازه ده

 

د ځينو رسنيو له خوا داسې راپورونه خپاره شول، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور ترمنځ ځينې هوکړې شوې، چې پر بنسټ يې د ولسمشر د ځينو ژمنو په بدل کې به عطامحمد نور د بلخ ولایت پريږدي او کابل ته به راځي.

په راپورونو کې، چې "د شمال امپراطور بلخ پريږدي" راغلي؛ عطامحمد نور به په یو مهم پوست کې د مقررېدو په خاطر کابل ته راځي او د بلخ ولایت له پاره یې یو تن د خپلو نږدیو ملګرو څخه ولسمشر ته معرفي کړی او ولسمشرغني هم ورسره هوکړه کړې ده.

د رسنیو له خوا په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې ګوندې عطامحمد نور ولسمشر ته د ځينو نورو اشخاصو د ګومارلو لیست هم سپارلی دی.

عطامحمد نور سلام وطندار ته د یوې اعلاميې په لېږلو سره ویلي، چې د ولسمشر غني سره يې په ځلونو خبرې کړي او پر وینا يې د یو څو څوکیو د ترلاسه کولو له پاره هوکړه اصلاً له "ارګ سره د مذاکراتو په دستور کې نه و".

نوموړي زیاته کړه، چې د دولت د یو غړي په صفت حق لري، چې له ولسمشر سره خبرې وکړي، خو" د مطلب د لیکونکي ناقص اطلاعات دلته دي، چې زما ټولې غوښتنې يې د یو څو تنو په ګومارلو نغاړلې دي."

د عطا محمد نور په نظر: "یاد شوي بستونه له دې مخکې هم د دوی د نږدې او د هېواد د وړ اشخاصو له خوا نه پر مخ وړل کېدلې او دا له ولسمشر غني سره د خبرو اترو جدي جز نه دی."

د بلخ ځای ناستي والي سلام وطندار سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دوی پر اصلاحاتو ټینګار کوي: "موږ پر سیاسي هوکړې او ټاکنیز نظام کې د سمون پر سر په خبرو اترو کې ټینګار کړی او دا مو خپلې اصلي غوښتنې ګڼلې دي."

د ده په خبره، تر اوسه په مذاکراتو کې د دوی غوښتنې نه دې منل شوي. دی د خپلې دندې په اړه د ورځپاڼې بې باوره خبره ردوي؛ وايي: " هغه څه چې د ورځپاڼې په لیکنه کې زما د دندې په اړه لیکل شوي؛ بېخې بې بنسټه دي، ځکه ما هېڅ ډول دنده نه ده غوښتې او دا موضوع ما ته لومړیتوب نه لري، چې په خبرو اترو کې د ځان له پاره کوم مقام وغواړم".

د خپور شوي مطلب له مخې، گل‌زلمی یونسي، عبدالجبار آریایي، محمدجواد عثماني او محمد ربیع به په ترتیب سره د افغانستان د سفیر په توګه تاجیکستان کې، په المان کې د سفارت معاونیت په صفت، د اقتصاد وزارت مرستیال او د عامې روغتیا وزارت مرستیال په توګه ولسمشر ته وړاندې شوي.

د بلخ ځای ناستي والي سلام وطندار په خبرو کې د بیان ازادۍ ته په احترام سره وویل، چې دا ډول راپورونه او رسنۍ به د خلکو جمعي باور ته زیان رسوي او په ټولنه کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام