
د ایران ولسمشر حسن روحاني ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې پاکستان ته د سفر په لړ کې يې د هغه هېواد له لومړي وزیر نواز شریف سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي.
روحاني زیاته کړې، ده د پاکستان لومړي وزیر ته وړاندیز کړی چې د سولې راوستو په اړه دې د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه شي او په هغه کې به ایران هم د سولې راوستو په اړه همکاري وکړي.
د سولې عالي شورا ویاند امین الدین مظفري سلام وطندار ته وویل، چې د سولې عالي شورا د ایران او بل هر هېواد څخه، چې د سولې په راوستو کې مثبته ونډه ولري هر کلی کوي.
په همدې حال کې د چارو شنوونکی اسماعیل یون وايي، په دې کې شک نشته چې ایران پاکستان او نور ګاونډي هېوادونه کولی شي د افغانستان سولې په اړه اغیزمن رول ولوبوي.
خو د هغه په وینا، لومړی باید دا معلوم شي، چې د ګاونډيو هېوادونو غوښتنې به څه وي.

اسماعیل یون وایي، چې د افغان سولې په پروسه کې پاکستان او ایران یو طرف د قضيې شمېرل کيږي.
له بل لوري د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وايي، چې د افغانستان جګړه سیمه ییز ده او ایران او نورګاونډي هېوادونه کولای شي، چې په دې اړه ښه رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي وویل، چې د سولې په څلور اړخیزو ناستو کې پریکړې یوازې د کاغذ پر مخ وې او باید هغه هېوادونه، چې د افغانستان د سولې په اړه ژمنې کړي خپلو وعدو ته د عمل جامه واغوندي.





