
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سیمهییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر محمداشرف غني سلاکار نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالباستازیو ترمنځ د خبرو اترو اوږدېدل پوښتنې راپورته کوي.
د ښاغلي داودزي په خبره، تر اوسه د سولې خبرو اترو د پنځم پړاو جزیات له ولس سره په شفاف ډول نهدي شریک شوي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس په ورته مهال خوشبیني څرګندوي چې په هېواد کې د تېر په پرتله د سولې د ټینګښت زمینه څو برابره ښه شوېده.
د ښاغلي داودزي دا خبرې داسې مهال رسنیزې کېږي چې د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د افغان حکومت له چارواکیو سره په لیدنو ـ کتنو بوخت دی.
ورته مطالب:
په قطر کې د سولې ۶مې غونډې ته د تلونکي پلاوي نوملړ افشا شو
خلیلزاد: د بینالافغاني مذاکراتو د پیل لهپاره په بیړه کار کوو





