«ولسمشر غني حکومت د ولسمشرۍ نوماندانو سره په تقابل کې اچولی»

په‌ وروستیو کې داسې لیدل کېږي چې ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو او حکومت ترمنځ یو ډول تقابل رامنځته شوی چې د سیاسي چارو شنونکي دا تقابل د اندېښنې وړ بولي.

د سیاسي چارو کارپوه محمداسحق اتمر د دې کار ستر لامل ولسمشر محمداشرف غني بولي.

د ده په وینا، په‌داسې حال کې چې د ولسمشريزو ټاکنو ته ۶ میاشتې پاتې دي؛ خو ولسمشر په ځېنو ادارو کې د لوړپوړیو کسانو په بدلون او نویو کسانو په مقرریو لاس پورې کړی چې دې کار د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ اندېښنې راپیدا کړې‌دي.

د ده په وینا، ویل کې چې ولسمشر په‌دې بدلونونو سره له خپلو واکونو ناوړه ګټه پورته کوي او له دغو کسانو به په ټاکنو کې په‌خپله ګټه کار واخلي.

د ښاغلي اتمر په خبره، که ولسمشر باید د دې کار مخه ونیسي؛ ګنې ډېره ناوړه پایلې به ولري او هېواد به کړکېچ ته یوسي.

ورته مطالب:

د ټاکنیزو کمېسونونو ټول غړي ګوښه شول

د ټاکنیزو شکایتونو څېړل ځنډېدلي

ولسمشر غني د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه توشیح کړه

 دغه‌راز د چارو بل شنونکی محب‌الله شریف هم وایي چې په وروستیو کې د ولسمشر له‌خوا په ادارو کې بدلونونو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ شکونه پیدا کړي او د حکومت او نوماندانو ترمنځ یې یو ډول تقابل را منځته کړی‌دی.

ښاغلي شریف همدارنګه وویل، که د ولسمشر له لوري د چارواکیو ادلون ـ بدلون او یا ګوښه کول دوام پيدا کړي؛ د ټاکنو په پایله به ناوړه اغېز ولري او د تېرو ټاکنو په څېر به له ناندریو ډکې وي چې له‌دې کار سره به نړۍوالو ته یو ځل بیا ډیموکراسي بدنامه او خپل اعتبار له لاسه ورکړو.

خو د حقوقي چارو څېړونکی عبدالسبحان مصباح وایي، ولسمشر خپله نوماند دی؛ خو د قانون په رڼا کې د ده ټول واکونه پر ځای دی او واک لري چې له هغه ګټه پورته کړي او له حقوقي پلوه ولسمشر کوم محدودیت نه‌لري.

دی لازمه بولي چې د ټاکنو کمېسیون باید په دې اړه ځېنې لایحې وضع کړې‌وی.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي بیا پر ولسمشر دا ډول تورونه ردوي او وایي چې ولسمشر دوه فرمانونه صادر کړي‌ چې ملکي او نظامي ادارې باید په ټاکنو کې لاسوهنه ونه‌کړی او ټولو نوماندانو ته باید یو ډول امکانات ورکړل شي.

ده په ټینګار سره وویل چې حکومت په هېڅ ډول د تقابل پلوی نه‌دی، بلکې د یو ښه رقابت پلوی دی.

د اساسي قانون د ۶۴ مادې په رڼا کې په ۱۲ فقرو کې د ولسمشر واکونه واضیح شوي‌دي چې په هغو کې د چارواکیو د تبدیلۍ او مقررۍ واکونه هم د ولسمشر په واکونو کې راځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام