د افغانستان سوله او ټيکاوو؛ د اندونیزیا غونډې محور

د اندونیزیا بوګور ښار نن ورځ د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمانو ناستې کوربه دی.

د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې له ښکېلو خواوو وغوښتل د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د غونډې په ګډې اعلامیه کې ټینګار شوی چې نه باید ترهګري او تاوتریخوالی هېڅ دین، قوم، ملت او کومې ډلې ته نسبت ورکړل شي.

د افغانستان د عالمانو شورا رییس قیام‌الدین کشاف په مشرۍ یو ۲۰ کسیز پلاوي د اندونیزیا په غونډه کې ګډون کړی دی.

په افغانستان کې سوله او ټیکاوو او له دیني اړخه د روان تاوتریخوالي څېړنه د یادې غونډې اصلي محور بلل شوی دی.

د غونډې پرانیستي پرمهال د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو له ګډونوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت په برخه کې هڅه وکړي.

ورته وخت کې طالبانو په دغې غونډې کې د ګډون سره مخالفت څرګند کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام