دانش: پاکستان د ترهګرو ځالو په ځپلو کې هېڅ اقدام نه دی کړی

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۱مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وویل، چې اسلام اباد په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالو په له منځه وړلو کې تر اوسه هیڅ اقدام نه دی کړی. 

دانش وویل، چې د افغانستان پرضد نا اعلان شوې جګړه روانه او افغانان له وژونکو ترهګریزو بریدونو سره مخ دي.

د ولسمشر دویم مرستیال له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له ډيورنډ کرښې هاغاړې د ترهګرو ځالې دې له منځه یوسي.

دی وايي، چې ټول پوهیږي ترهګر چېرته اوسیږي؟ چېرته وژل کیږي؟ او له کوم ځایه سمبالیږي؟.

دانش، چې د افغانستان په استازولۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ۷۱ مې غونډې ته وینا کوله زیاته کړه، د ډیورنډ له کرښې هاخوا ترهګر هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې بهیر مخه ډب کړي او افغانستان دده پروینا په یوه نا اعلان شوې جګړه کې راګیر دی.

ده وویل چې، افغان حکومت څو څو ځله له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي، خو تراوسه په حالاتو کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی.

سرور دانش وايي، اوس مهال افغان حکومت له ۱۰ ترهګریزو ډلو سره پر جګړه بوخت دی او دا ډلې د سولې ټيڼګښت مخنیوی کوي.

دویم مرستیال دانش ویلي، چې څه موده وړاندې کابل کې د روښناېي غورځنګ پرلاریون کوونکو او افغان- امریکايي پوهنتون بریدونو په اړه کره اسناد او شواهد تر لاسه شوي چې د دواړو بریدونو پلانونه په پاکستان کې چمتو شوي وو.

بل خوا د چارو شنونکي د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د افغان چارواکو دا ډول څرګندونې د لویدیځ، امریکا او افریقايي هیوادو مشرانو ته خبرداری بولي او وایي، چې د پاکستانیانو په لاس د ترهګرو روزل نه یوازې سیمې بلکې نړۍ ته ستر خطر دی.

د چارو شنونکي فاروق بشر سلام وطندار ته وویل، چې د سرور دانش څرګندونې د پاکستان افشا کول دي او  پروینايي دغه کار باید ډیر پخوا شوی وای.

بشر د سرور دانش څرګندونې د بروکسیل غونډې په اړه هم ګټورې بولي.

نوموړي زیاته کړه، چې د بروکسیل غونډې له پاره ډير ګټور اقدام دی چې هلته نړیواله ټولنه او په ځانګړي توګه ناټو پر دې پوه شي چې له افغانستان سره پوځي او اقتصادي مرستې نورې زیاتې کړې.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې له ترهګرۍ د ملاتړ په تور تر کلکو نیوکو لاندې دی او د امریکا کانګریس یو شمیر غړو هم ویلي، چې پاکستان باید د ترهګر هیواد په توګه وپیژندل شي.

له بل لوري هندوستان هم څو ورځې وړاندې پر نړېوالو غږ وکړ، چې دغه هېواد باید د ترهګرو په لیست کې شامل کړي.

د هندوستان له دغه غږ نه بنګله دیش او د بلوچستان ایالات خپلواک غوښتونکو خوځښتونو مشرانو هم ملاتړ کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام