د افغانستان د اجرايوي ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان اعلان وکړ، چې د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د له پاره چمتو شوې مسوده د دواړو لورو له خوا منل شوې ده.
د اجرايوي ریاست لومړي مرستیال نن(چهارشنبه) رسنيو سره په خبرو کې وویل، چې دغه هوکړه تر اوسه پورې د یوې مسودې بڼه لري او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او حزب اسلامي د مشر حکمتیار له خوا تر امضا وروسته به د رسمي سند بڼه غوره کړي.
حزب اسلامي سره د سولې مسوده چې ۳ فصلونه او ۲۵ مادې لري، د سولې عالي شورا لخوا نن (چهارشنبه) رسماً د حزب اسلامي مرکچي پلاوي ته وسپارل شوه.
محمد خان وویل، چې په لاسلیک شوې مسودې کې حزب اسلامي هيڅ ډول شخصي امتیاز نه دی غوښتي.
ده زیاته کړه، چې په روانو حساسو شرایطو کې چې د طالبانو دویم جنګي موسم پیل شوی دی، له جګړې او تاوتریخوالي د حزب اسلامي را ګرځېدل او له سولې سره یو ځای کېدل مهم پرمختګ دی.
د اجرایوي ریاست مرستیال وویل، چې دغه چاره به د سولې په بهیر مهمه اغیزه وکړي.

له حزب اسلامي سره د لاسلیک شوې مسودې له مخې به په پاکستان کې د حزب اسلامي مېشت پلویان له پاکستانه راوستل کېږي، هغه بندیان یې چې د بښنې وړ وي، د دوسیو له څېړلو وروسته به له زندانونو را خوشې کېږي.
محمد خان وویل، چې پرته له کوم شرطه د حزب اسلامي بندیانو را خوشې کولو او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې هېڅ کومه هوکړه لالیک شوې نه ده.
په دې لاسلیک شوې مسودې کې هوکړه شوې، چې افغان دولت او حزب اسلامي د بهرنیو ځواکونو په برخه کې د افغان دولت له خوا دغو هېوادونو سره چې کومې هوکړې شوي دي دوی یې هر کلی کوي.
په ورته وخت کې یوې سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په کابل کې د حزب اسلامي یو شمېر پلويانو نن( چهارشنبه) دغه بریا او مرکچي پلاوی نمانځلي او ددې له پاره د کابل په کانټينټل هوټل کې سره راټول شوي وو.





