د ۵ زرو طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره روښانه میکانیزم نشته

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د مدني بنسټونو مسوولان د بین‌الافغاني خبرو اترو له پیلېدو مخکې د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه لارښوونې ته په اشارې وايي، د دغو بندیانو د خوشې کولو لپاره مناسب او روښانه کړنلاره نشته.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، هغه طالبان چې له حکومت سره بندیان دي، بېلابېل جرمونه یې کړي او باید هماغسې چلند ورسره وشي.

د نوموړي په وینا، هغه کسان چې جنګي جرمونه یې کړي او د بشریت پر وړاندې یې جنایت کړی، باید د خوشې کېدونکیو طالبانو په نوملړ کې شامل نه شي.

نظري ټینګار کوي چې د اساسي قانون له مخې، د بندیانو خوشې کولو په اړه د ولسمشر واکونه محدود دي او یوازې افغانان او د جګړې قربانیان د هغوی د خوشې کولو حق لري.

د بشري حقونو او تاوتریخوالي د له منځه وړلو موسسې رییس عبدالودود پدرام وايي، د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د یوه روښانه میکانیزم نه موجودیت داسې اندېښنې پیدا کړي چې خوشي شوي کسان به بېرته د جګړې لیکو ته ولاړ شي.

د مدني ټولنې بنسټونو رییس عزیز رفیعي وايي، هېواد اوس په حساس سیاسي پړاو کې دی او سیاستوال باید د یوه واحد دریځ په غوره کولو سره هېواد او خلک له دغو شرایطو وباسي.

طالبانو بیا له افغان حکومت سره د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کول د شرط په توګه وړاندې کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام