
د ناټو د سرمنشي مرستیال میرچه ګیوان د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د نړیوالو ډونرانو په غونډه کې له افغانستانه د نړیوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې چې د سوېلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانک د مرستیال له لوري جوړه شوې وه، ګډونوالو له افغانستان سره د مرستو پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ.
د ناټو د سرمنشي مرستیال له افغانستانه د نړیوالې ټولنې دوامداره ملاتړ ته په پام، د نړیوالې ټولنې ترمنځ پر خبرو اترو او نږدې همکارۍ د ټینګار ترڅنګ، زیاته کړه چې ناټو د سیاسي لانجې د حل او ټولشموله حکومت د جوړېدو په برخه کې د افغان سیاستوالو وروستۍ پرېکړه او د اختر په ورځو کې له طالبانو سره د اوربند هرکلی کوي.
نوموړي په دې ویډیويي غونډه کې وویل چې د ناټو ملاتړي او همکاران د ناټو غوڅ ملاتړ له لارې د افغان ځواکونو د ملاتړ، هغوی ته د مشورې او روزنې ورکولو او دغه راز مالي مرستې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات راتلو لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د ناټو د غړو هېوادونو او همکارانو، د اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د پیسو نړیوال صندوق او د اسیايي پراختیا بانک استازیو په یاده غونډه کې ګډون کړی و.





