ولسمشر: د سولې راتلو لپاره مو ټول خنډونه او پلمې لرې کړي

ولسمشر محمداشرف غني وايي چې «موږ د سولې بنسټ‌اېښودونکي یو» او باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو او له طالبانو سره د مذاکراتو پیلولو لپاره مو ټول خنډونه او پلمې لرې کړې دي.

ولسمشر غني نن په یوه ویډيويي پیغام کې له طالبانو غوښتي چې تلپاتې اوربند ومني او له افغان دولت سره مخامخ خبرې اترې پیل کړي.

نوموړي په دغه پیغام کې چې د خپلواکۍ ورځې د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت خپور شوی ویلي: «سوله یو الهي امر، د خلکو غوښتنه او زموږ هیله ده. ورته رسېدل خپل رسالت او مسوولیت ګڼو. د همدې لپاره مو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې تلپاتې اوربند ومني او له ژرترژره له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرې اترې پیل کړي.»

ولسمشر په دغه پیغام کې ټینګار کړی چې «موږ د داسې سولې راتلو لپاره هڅه کوو چې ځوانانو مو په‌کې د هېواد پر جوړولو بوخت شي، نه دا چې د نورو د لاس اله وګرځي.»

ولسمشر غني زیاته کړې، موږ داسې سوله راولو چې د افغانستان ټول ورونه قومونه په‌کې په ارامه فضا کې یو د بل ترڅنګ ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د سولې بین‌الافغاني خبرې اترې د زمري په میاشتې په ۲۹مه، د یکشنبې په ورځ په دوحه کې پیل شي. تر دې مخکې د سولې مرکچي پلاوي ځینو غړیو سلام‌وطندار ته ویلي و چې د ناڅرګندو لاملونو له کبله د سولې بین‌الافغاني خبرې اترې ځنډېدلې دي.

خو طالبانو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ درېدل د بین‌الافغاني خبرواترو د پیل خنډ بللی دی.

حکومت تر اوسه د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې چې د سولې لویې مشورتي جرګې یې د خوشې کولو غوښتنه کړې وه، یوازې ۸۰ هغه خوشې کړي، خو د نورو هغو د خوشې کولو لړۍ د یوشمېر هېوادونو د غبرګون له کبله درېدلې ده.

د ولسمشر ویاند دوه ورځې وړاندې وویل چې د افغانستان یوشمېر متحد هېوادونه د شپږـ‌اوو بندیانو پر خوشې کولو ملاحظه لري.

فرانسه او اسټرالیا هغه هېوادونه دي چې له حکومت نه یې غوښتي، څو هغه بندیان چې د دغو هېوادونو وګړي یې وژلي، خوشې نه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام