د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ پنځم پړاو خبرې پیل شوې

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ د پنځم پړاو خبرې نن د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شوې.

د طالبانو د ډلې مرستیال او د قطر دفتر رییس ملاعبدالغني برادر هم په یاده غونډه کې ګډون کړی دی.

یوې سرچینې سلام‌وطندار ته وویل، یاده غونډه نن په رسمي توګه پيل شوه او مرکچیانو دوه کاري ډلې جوړې کړې چې لومړۍ به یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مسودې پر طرحه او دویمه ډله هم په هغې طرحې دا چې افغانستان به د ترهګرو پر ځاله  نه بدلېږي، کار کوي او د هوکړو لپاره یې مسودې جوړوي.

سرچینه زیاتوي، په‌دې لیدنه کې د زلمي خلیلزاد ترڅنګ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، دفاع، اطلاعاتي سازمان یا سي آی اې او سپینې ماڼۍ چارواکیو هم برخه اخیستې ده.

د سرچینې په خبره، په پام کې ده چې د دوحې غونډې هوکړې د پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره هم شریکې شي.

سرچینه د دوحې په غونډه کې د امریکا د پوځي چارواکیو د حضور موخه امریکايي پلاوي ته د وتلو د وخت او د وتلو د جزیاتو په اړه د تخنیکي مشورو ورکړه په ګوته کوي.

زلمي خلیلزاد ته پرانېستی لیک

خلیلزاد: تل‌پاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی

خلیلزاد: د امریکا له‌پاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل

د سرچینې په قول، د افغان سولې په اړه د وروستۍ او مهمې پرېکړې له مخې، سره له دې چې پاکستان او افغانستان په دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي مرستیال د حضور سره مخالف وو، خو زلمي خلیلزاد د دوحې په غونډه کې د ملاعبدالغني برادر د برخې اخیستو لپاره هڅې وکړې.

سرچینه وايي، د طالبانو او په افغانستان کې د سیاسي کړیو ترمنځ د بې‌باورۍ دېوال تر یوه بریده نړېدلی او د سولې هوکړې وخت را نږدې شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ پر خپل ټویټر لیکلي وو چې د خبرو اترو په دې پړاو کې به پر جدي موضوعاتو خبرې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام