
کندهار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وايي، نن د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پر سرحدی کرښه پراته «زاړه کلي» ته پاکستاني سرحدي ځواکونه رااوښتي وو او غوښتل يې چې اغزن تار وغځوي.
د سرچینې په وينا، افغان سرحدي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د اغزن تار د غځولو مخنیوی يې کړی دی.
سرچینه همداراز وايي، پاکستاني ځواکونو له سیمې پر شاتګ کړی؛ خو ښايي چې جګړه ونښلي.
د کندهارد والي ویاند بهیراحمد احمدي هم سلاموطندار سره خبرو کې دغه خبر تاييدوي او وايي چې نن سهار د پاکستان سرحدي پولیسوغوښتل د ډیورنډ فرضي کرښې نه په زور د افغانستان خاورې ته ننوځي او اغزن تار وغځوي چې هلته د مېشت افغان سرحدي ځواکونو له لوري يې مخه نيول شوې ده.
خو پاکستاني سرچينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادولو ده چې نږدې دوه کاله وړاندې هم په یاده سیمه کې د افغان او پاکستانیو سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه.





