
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن د یوې خبري غونډې له لارې اعلان وکړ چې د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې به د تلې په ۶مه پیل شي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند حفیظالله هاشمي وايي، د نوماندانو ټاکنیزو مبارزو لګښت د ټاکنو قانون د ۷۷یمې مادې لومړي بند له مخې ټاکل شوی دی.
د نوموړي په وینا، یاد لګښتونه د ټاکنو قانون، د رایې ورکوونکیو د شمېر، د ټاکنیزو حوزو د مساحت او ځای له مخې ټاکل شوي دي.
هاشمي زیاتوي، د ټاکنیزو مبارزو ترټولو ډېر لګښت د کابل او تر ټولو کم هغه یې د لوګر ټاکنیزې حوزې لهپاره مشخص شوی چې د لوګر حوزې لهپاره له ۸ لکه تر ۹۲۰ زره افغانۍ او د کابل لهپاره هم له ۲۱ لکه تر ۲۶ لکه او ۵۴ زره افغانۍ مشخصې شوي دي.
دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو دولتي کارکوونکیو او او نظامي مسوولانو وغوښتل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنیزو مبارزو کې دې بېطرفه واوسي.
ټاکل شوې د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې مبارزې د تلې میاشتې په ۶مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مه به دوام وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نوماندانو وغوښتل چې د ټاکنیزو مبارزو د ټاکلي وخت له پوره کېدو سره سم، خپل تصویرونه د ښار له بېلابېلو برخو راټول کړي.





