د ارګ او سپېدار ترمنځ د عدلي او قضايي ادارو د وېش په اړه اندېښنې

د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ وايي، د ارګ او سپېدار ترمنځ د هغه وېش په اړه چې له مخې به یې عدلي، نظارتي او انتظامي ادارې وېشل کېږي، اندېښنه لري.

د دغه بنسټ مسوولانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغو ادارو د سیاسي کولو په اړه چې په وینا یې، تمه ده چې له سیاسي لاسوهنو خوندي، د قانون حاکمیت تامین او نورې دولتي ادارې ځواب‌ویوونکې وساتي، خبرداری ورکوي.

پر روڼتیا د څار بنسټ اجرایوي رییس سید اکرام افضلي وايي: «افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د دولت د مهمو ادارو د سیاسي کولو له کبله له فساد سره لاس او ګرېوان دی.»

د نوموړي په وینا، د نړیوالې ټولنې له پانګونې سره سره په افغانستان کې دولت‌جوړونه د دولتي ادارو د نه ځواب ویلو او د قانون کمزوری حاکمیت چې سیاسي ګټو ته د عدلي، انتظامي او نظارتي ادارو د سپارلو په پایله کې شوي، ناکامه ده. نوموړی ټینګار کوي چې: «افغانستان نور د دولتي ادارو د ناکامۍ او د بښنې فرهنګ وسه نه لري.»

پر روڼتیا د څار بنسټ له ټولو سیاسي ډلو غواړي چې روڼتیا، ځواب ویلو او امانت ساتلو ته د حکومت په اصلاحاتو کې ځای کړي، د قضایه قوې خپلواکۍ ته درناوی وکړي او د عدلي او نظارتي ادارو له سیاسي کولو ډډه وکړي.

دغه بنسټ د هېواد له ټولو مدني بنسټونو، د ملي شورا له غړیو او خلکو غواړي چې خپل غږ اوچت او د قضایه قوې ترڅنګ، د «هېواد کمزوري او ماتېدونکي نظارتي» بنسټونه وساتي.

پر روڼتیا د څار بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې د افغانستان د قضايي او نظارتي ادارو د خوندي ساتلو لپاره د هر ډول سیاسي هوکړې پر مهال ډېره هڅه وکړي.

د دغه بنسټ د عدالت غوښتنې او اړیکو برخې مسوول محمدناصر تیموري وايي: «هغه ادارې چې د قانون حاکمیت، په دولت کې د روڼتیا تضمین او معلوماتو ته لاسرسی پر غاړه لري او تمه کېږي چې د فساد او بشري حقونو مخه ونیسي، له ستر ګواښ سره مخ دي.»

دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې د یوه مشارکتي حکومت د جوړولو په اړه د ارګ او سپېدار ترمنځ خبرې روانې دي.

سلام‌وطندار شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې له محمداشرف غني سره هوکړې ته د رسېدو لپاره د عبدالله طرحه ترلاسه کړه. عبدالله عبدالله ته یوې نږدې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي و چې یاده طرحه وروستۍ ده. د دې طرحې پر بنسټ، مرکزي او ولایتي ادارې به په مساوي ډول د محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ووېشل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام