
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال حبیب نورستاني سلام وطندار ته وویل، چې له داعش سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه نننۍ غونډه د افغانستان او پاکستان د د فاع وزارتونو د اپراسیون د رییسانو او د غوڅ ماموریت د ځواکونو د استازي ترمنځ په کابل کې جوړېږي.
په دغه یوه ورځنۍ غونډه کې د اپراسیون د رییسانو په مشرۍ درې نظامي ډلې ګډون کوي.
د نورستاني پر وینا، په دې غونډه کې به د کابل ـ اسلام اباد او د غوڅ ماموریت ځواکونو استازي ترمنځ په همغږۍ هم خبرې وشي.
له دې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت چارواکیو ویلي وو، چې دا غونډه یوازې د کابل – اسلام اباد تر منځ جوړېږي.





