.jpg)
ولسمشر اشرف غني د سیاسي مشرانو پر واړندې په یو سختدریځې څېرې پېژندل کېږي او یوشمېر څېړونکي هېواد کې روانې ننګونې د سیاسي مشرانو ترمنځ د نظر همغږي نهشتوالي له امله بولي.
داسې ښکاري چې د ښاغلي غني او او سیاسي ګوندونو مشرانو ترمنځ اختلاف نظر یو حساس پړاو ته رسېدلی دی.
ښاغلی غني په سیاسي ګوندونو نیوکه کوي او وايي، سیاسیون څوک دي چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب ټاکنې تحریموي؟ هغوی چا د هېوادوالو په استازیتوب غوره کړي دي؟
ولسمشر دغه څرګندونې د سیاسي ګوندونو او ډلو د تېرې ورځې ناستې غبرګون کې دي چې په کې سیاسي ګوندونو د رایهورکوونکیو د نوملیکنې بهیر باطلولو غوښتنه وکړه.
د ولسمشر په وینا، خلکو د رایهورکوونکیو نوملیکنې بهیر کې په پراخ ګډون سره خپله پرېکړه نیولې ده.
.jpg)
ښاغلی غني ټینګار کوي چې یو مستعد کس دی او د خلکو رایو پربنسټ یې د هېواد واګې ترلاسه کړي دي.
هغه پرته له دې چې د کوم چا یا کومې ډلې نوم واخلي وايي، په میلیاردونو ځله کنځلې کوي، خو له وضعیت څخه د وتو طرحه نهلري.
غني په سیاسي ګوندونو نیوکې او وايي، کوم کسان چې وسلهوال ځواک لري، څنګه ځان ته سیاسي ګوندونه وايي اوخلک باید پرېکړه وکړي، چې سیاسي ګوندونه نه باید وسلهوال ځواک ولري.
اشرف غني له سیاسي ګوندونو غواړي راتلونکیو ټاکنو کې خپل چانس وازمايي.
اخوا د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینج وايي، سیاسي ګوندونو د شفافه ټاکنو ترسره کولو لهپاره یوه طرحه وړانډې کړې چې د ټاکنو کمېسیون او یوناما له دې طرحې سره هوکړه کړې خو ولسمشرۍ ماڼۍ یې نه مني.
د هغه په وینا، دغه طرحه مودې وړاندې کله چې د څېړنې لهپاره یې فرصت موجود و حکومت ته وړاندې شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون شمېرو پر بنسټ، د ټول هېواد په کچه نږدې ۹ میلیونو کسانو ټاکنو کې د ګډون لهپاره نوملیکنه کړې ده.
خو یوشمېر سیاسي ګوندونه دغه بهیر د فساد او درغلیو زمینو رامنځ ته کوونکی بولي او د ټاکنو له کمېسیون غواړي دغه بهیر باطل اعلان کړي.
سیاسي ګوندونه خبرداری ورکوي که غوښتنو ته یې پام ونشي، ټاکنې به تحریم کړي.





