د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو بېلابېلو پړاونو مهال‌وېش اعلان کړ

د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو کابل کې د یوې علني غونډې پرمهال د ټاکنو اړوندو بېلابېلو پړاونو مهال‌وېش اعلان کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، له مهال‌ویش سره سم به د نوملیکنې لړۍ د غبرګولي تر۲۲ نېټې دوام وکړي چې د نوملیکنې بهیر په اړه شکایتونو ته رسېدل به د وري میاشتې له ۲۵ پیل او د چنګاښ تر لومړۍ نېټې به دوام ومومي او د رایې ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر پایلې به د زمري میاشتې په ۲۳ نېټې اعلان شي.

د اعلان شوي مهال‌وېش پربنسټ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو نوم‌لیکنې لړۍ به د غبرګولي په ۵ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ نېټې دوام وکړي. د نوماندانو په اړه د راغونډو شویو معلوماتو څېړل به د غبرګولي میاشتې په ۶ پیل او د چنګاښ په ۶مه پای ته ورسېږي.

د نوماندانو لومړی نوملړ به د چنګاښ په لومړۍ نېټه خپور شي د دغه نوملړ په اړه اعتراضونه به د چنګاښ له ۷ تر ۹ دوام وکړي. هغه نوماندان چې غواړي له خپلې نوماندۍ تېر شي د چنګاښ له ۸ د زمري تر ۱۰ پورې ورته وخت ټاکل شوی دی.

دغه‌راز د نوماندانو وروستی نوملړ به د زمري په ۱۲مه او له امنیتي پلوه د رایې ورکولو د مرکزونو وروستی نوملړ به د چنګاښ میاشتې په دویمه نېټه اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد همدارنګه وویل، د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیز کمپاین به د تلې په ۱۱مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵ نېټې دوام وکړي.

صیاد، د رڼو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې پروسه کې باید د افغانستان هر وګړی، سیاسي ګوندونه، مدني بنسټونه، اړوند بنسټونه او رسنۍ برخه واخلي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وايي، د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو ټاکنیز کمپاین به د تلې په ۱۱ پیل او تر ۲۵مې دوام ومومي، چې د ټاکنیزو کمپاینونو په اړه شکایتونه د تلې له ۶ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۷ نېټې دوام وکړي.

د هغه په وینا، د تلې میاشتې په ۲۸ به ټاکنې ترسره شي او د ولسي جرګې د نوماندانو د رایو جمع بندي به د تلې په ۲۸ د لړم تر۱۹ نېټې دوام ومومي او د رایو شمېرلو او د رایو ورکولو بهیر په اړه د شکایتونو درج او ورته لاسرسی به د تلې له ۲۸ نه د لړم تر۲۹ پورې دوام وکړي.

د ټاکنو کمېسیون چارواکي زیاتوي، د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم میاشتې په ۱۹ اعلان شي او په دې اړه د شکایتونو ثبتول به د همدې میاشتې په ۲۰پیل او تر ۲۱ پورې دوام وکړي چې له هغې وروسته به یې څېړل پیل او د لیندۍ تر ۱۴ به دوام وکړي.

د اعلان شوي مهال‌وېش پر اساس د لیندۍ میاشتې له ۱۴ تر ۲۱ پورې د ټاکنو کمېسیون ته د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د پایلو له سپارلو وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قوس میاشتې په ۲۹ نېټه وروستۍ پایلې اعلان کړي.

دغهراز د ولسوالیو شوراګانو د رایو جمعبندي به د عقرب له ۲۰ د قوس تر۱۷ دوام وکړي او د ولسوالیو شوراګانو لومړنۍ پایلې به د قوس په ۱۸ نېټه اعلان او په دې اړه د شکایتونو د ثبت لړۍ به د لیندۍ له ۱۸ تر ۲۰ دوام وکړي چې د لیندۍ له ۲۰ د جدي تر ۲۲ به وڅېړل وشي او د شکایتونو کمیسیون به د جدي له ۲۳ تر ۲۸ پورې د ټاکنو کمیسیون سره خپله پرېکړه شریکه کړي، چې د دلوې په ۴ نېټه به وروستۍ پایلې اعلان شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام