«دا به له وخته مخکې وي چې د سولې تړون په اړه څه ووايو»

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن په بروکسل کې یوې غونډې ته وویل، دا به له وخته مخکې وي چې ووايي له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې تړون ته رسېدلي دي.

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه چې د دوی متحدان له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي چې د جګړې د سوله‌ييز حل له‌پاره شرايط رامنځته کړي.

د ده په خبره، امریکا او ناټو د سولې په اړه له خبرو باخبره پاتې شوي او زیاتوي چې دوی د احتمالي سولې په اړه په خبرو او مشورو  بوخت دي او په دې مشوره کوي چې ناټو په‌دې اړه څه مرسته کولی شي. ده دا خبرې له خلیلزاد سره له لیدنې وروسته رسنیزې کړې.

ورته مطالب:

ولسمشر: طالبانو ته کابل، ننګرهار یا کندهار کې دفتر ورکولی شو

د مسکو غونډه؛ ټول بهرني ځواکونه دې ووځي

سرګي لاروف: بین‌الافغاني مذاکرات، د سولې حل لاره ده

د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ وویل چې لا هم په افغانستان کې حالات ښه نه‌دي؛ خو د سولې په اړه هڅې روانې دي. د ده په وینا، اوس وضعیت ټولو ته واضح دی: «موږ افغانستان ته تللي یو او په افغانستان کې به خپل راتلونکي موقعیت تعیین کړو.»

نن سهار د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په‌خپلې ټویټرپاڼې لیکلي وو چې افغانستان ته وارد شوي او خپل راتلونکی حالت د افغانستان شرایطو ته په پام تعیینوي.

ښاغلي خلیلزاد همداراز ویلي وو چې د اروپايي ټولنې له هېوادونو او ناټو سره یې توافق کړی چې د افغان سولې په تړاو بین‌الافغاني خبرې‌اترې پیلول بېړنی لومړیتوب دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام