طالبانو د اوربند په اړه د ولسمشر غني غوښتنه رد کړه

وسله‌والو طالبانو د اوربند په اړه د ولسمشر محمد اشرف‌غني غوښتنه رد کړې او لامل يې د سولې د هوکړې د بشپړ نه عملي کېدل ياد کړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې طالبانو له امریکا سره د تړون په لاسلیک هغه جامع میکانیزم ومانه، امنیت شورا او نړیوالې ټولنې هم تایید کړ چې که عملي شي دوی اوربند او سولې ته رسوي او زياته کړې يې ده چې په قطر کې د لاسلیک شوي تړون د بشپړ تطبیق او د سولې پروسې له مخنیوي سره سره د اوربند غوښتنه معقوله نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له کورونا سره د مبارزې او روژې ته په درناوي دې اوربند وکړي.

ولسمشر وويل چې له طالبانو د خلکو او د حکومت غوښتنه دا ده چې د افغانستان د مسلمان ملت پر وړاندې تاوتريخوالی کم کړي او سوله کې ژوند وکړي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په اړه حکومت څو ځلې له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي؛ خو  طالبانو تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

په تېرو دوه اوونيو کې د ملي امنيت شورا هم وويل چې طالبان بايد اوربند وکړي ترڅو ملکي کسانو ته زيان ونه رسېږي او د سولې هڅې يوې پايلې ته ورسېږي.

تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه ټلفوني اړيکه کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره د طالبانو له لوري افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کمولو وغږېد.

له سپینې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوريو د سولې د خبرو او د دواړو لوريو د بنديانو د خوشې کولو په اړه يې بحث کړی چې له مخې يې افغانستان کې سوله ټينګېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام