نن په قطر کې د امریکايي او طالب‌استازیو ترمنځ ۶م پړاو خبرې پیلېږي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټرپاڼه ویلي، نن چهارشنبې د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو مذاکراتي ټیم او امریکايي پلاوی د سولې خبرو شپږم پړاو پیلوي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې په رپوټونو کې ویل شوي چې طالبان کوښښ کوي په راتلونکي پړاو خبرو کې پر هغو دوو موضوګانو وروستۍ هوکړه وشي چې وار دمخه پرې خبرې شوې‌دي.

د افغانستان سولې له‌پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد طالبانو سره د سولې خبرو دوام په موخه قطر ته تللی او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې مارسېدې سره یې له خبرو اترو وروسته تایید کړه چې نن یې په قطر کې له طالبانو سره خبرې‌اترې پیلېږي. 

ده د افغان‌سولې په اړه د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د ملاتړ مننه کړې او ویلې یې دي چې اندونیزیا د افغان‌سولې له‌پاره خپلې ټولې مناسبې لارې چارې په کار اچوي.

ښاغلي خلیلزاد د خپل اووم سفر د اپریل پر ۲۹مه او ۳۰مه په پاکستان کې د دې هېواد له چارواکیو سره د افغان سولې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي په اړه خبرې اترې کړې‌دي.

له‌دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې خلیلزاد به دا ځل افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او بریټانیې ته ولاړ شي.

طالبان داسې مهال دوحه کې امریکايي لوري سره د سولې شپږم پړاو خبرو پیلولو خبر ورکوي، چې د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال ملا برادر د اندونیزیا بهرنیو چارو وزیرې ریتنو لیستاري او ورسره پلاوي سره لیدنه کې د افغانستان پر مسلې او امریکا سره د سولې خبرو پر روان بهیر خبرې کړي.

په همدې اړه بل مطلب:

د سولې په اړه د خلیلزاد د سفرونو تازه پړاو پيل شو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام