
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر نن په یوې خبري غونډې کې وویل چې د ملي یووالي حکومت د دورې تر پای ته رسېدو او د ټاکنو د ترسراوي تر وخته په پاتې زماني واټن کې دې سرپرست حکومت جوړ شي.
دی پر موقت حکومت له نیوکې سره وايي، چې له موقت حکومته غوره ده چې سرپرست حکومت د ټاکنو مسوولیت په غاړه ولري. لهدې مخکې د ولسمشر محمداشرف غني لومړي مرستیال سرور دانش ویلي وو چې افغانستان باید د موقت او انتقالي حکومت لابراتوار نه وي.
ښاغلی اتمر د ټاکنیزو کمېسیونونو د رییسانو او غړیو ګوښه کېدل د قانون خلاف ګڼي او له حکومته غواړي چې له دا ډول کړنو لاس واخلي.

ورته مطالب:
«د موقت حکومت طرحه باید ټولپوښتنې ته وړاندې شي»
رحیمي: هېچاته د موقت حکومت د اعلانولو اجازه نه ورکوو
د ښاغلي اتمر په خبره، حکومت د ولسي جرګې په ټاکنو کې د مداخلې لاس لري او د ټاکنیزو کمېسیونونو ګوښه شوي مسوولان د حکومت د لاسوهنې اسناد او مدارک لري.
خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي وايي، د ولسمشر له لوري ټول شوي اقدامات د قانون مطابق دي. ښاغلی مرتضوي د دولتي کارکوونکیو او چارواکیو اړوند ګوښه کېدلو په تړاو وویل، «غوره به وي چې محترم اشخاص د تورونو پرځای ثبوتونه وړاندي کړي.»





