
د اجرایوي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل سلام وطندار ته وویل، ټاکل شوې ده چې د نوامبر په ۲مه او درېیمه نېټه د قرغزیستان په پلازمېنې بشکیک کې د سیمه ییزې همکارۍ د شانګهای سازمان غړیو هیوادونو د مشرتابه غونډه جوړه شي.
د فیصل پر وینا، په دې غونډه کې به د افغانستان پلاوی د اجرایوي رییس ډاکترعبدالله عبدالله په مشرۍ ګډون وکړي او د دې غونډې په څنډه کې به ډاکټرعبدالله د سیمې د هیوادونو له مشرانو سره د امنیتي او سولې د خبرو ترڅنګ د سيمه ییزو همکاریو او نورو مسایلو په اړه هم خبرې وکړي.
د فیصل پر وینا، چې په شانګهای سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کې پرمختګ شوی دی او اټکل کېږي، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د دې سازمان بشپړ غړی شي.
دا د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو د سازمان ۱۵ غونډه ده، چې افغانستان د دې سازمان په غونډو کې د ناظر په توګه ګډون کوي.
د افغانستان ترڅنګ هند او پاکستان هم د شانګهای د سازمان د بشپړ غړیتوب وړاندیز کړی، خو لا تر اوسه یې غړیتوب نه دی تر لاسه کړی.





