
یوې حکومتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې ټاکل شوې وه ولسمشر تېره اوونۍ د مخابراتو او لوړو زدهکړو وزارتونو د سرپرستانو ترڅنګ، د اوبو او برښنا سرپرست وزیر هم په رسمي ډول خپلو وزارتونو ته ور وپېژني، خو دا موضوع د عبدالله عبدالله له توند غبرګون سره مخ شوې ده.
د سرچینې په وینا، اجراییه رییس ولسمشر ته په خطاب کې ویلي، د خپلسرې پرېکړې او پهدې برخه کې ورسره د مشورې نه کولو په صورت کې به «ټاکل شوی سرپرست وزیر خپله له وزارت نه د باندې وغورځوي.»
تېره اوونۍ عبدالتواب بالاکرزی د لوړو زدهکړو او فهیم هاشمي د مخابراتو وزارتونو د سرپرست وزیرانو په توګه رسماً معرفي شول.
دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر حقوقپوهان په ادارو کې د ولسمشر له لوري وروستي بدلونونه ناقانونه بولي او وايي، ولسمشر غني د غبرګولي له لومړۍ وروسته د ولسمشر واکونه نهلري. دوی د ولسمشر دا ډول اقدامات د ټاکنیز کمپاین لپاره ګڼي.
ومو غوښتل چې پهدې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو د ولسمشر ویاندویانو یې په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.





