ټرمپ: امریکا د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې خپل ټول سرتېري به له افغانستانه وباسي او په دغه هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي.

نوموړي د ملګرو ملتونو په پنځه اویایمه کلنۍ غونډه کې وویل چې امریکا د سولې راوستلو رول لوبوي او دا کار د قدرت له دریځه کېږي.

هغه وویل چې امریکا تر بل هره وخت اوس ځواکمنه ده او په وینا یې، تل دا دعا کوي چې هېڅکله د اټومي وسلې کارولو ته اړ نه شي.

ټرمپ داسې مهال له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر اېستلو ټینګار کوي چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوږدمهاله امنیتي لیدلوري له اړخه د افغانستان او جرمني په څېر هېوادونو نه د امریکايي ځواکونو اېستل تېروتنه ده.

هغه له سي‌بي‌اېس سره په مرکه کې ویلي، ټرمپ د خپلې سولې په خبرواترو کې چې روانه اوونۍ د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ پیل شوې، طالب ډلې ته ډېر امتیازونه ورکړي دي.

بله‌خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم بېګاه د امریکا د کانګرېس له لوري غوښتل شوی و.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو را اېستل به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه‌لیک پورې مشروط وي. د نوموړي په وینا، طالبانو د امنیت په برخه کې ځینې ژمنې کړي چې په وینا یې، که پرې عمل و نه کړي، امریکا به خپل سرتېري را و نه باسي.

زلمي خلیلزاد ویلي چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو کې به د ښځو د حقونو او ازادیو پر ساتلو بحث وشي او په وینا یې، امریکا دا بهیر څاري او له افغان ښځو سره به خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.

که څه هم نږدې دوه اوونۍ کېږي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې اترې پیل شوي، خو دواړه لوري لا هم د سولې مخامخ خبرواترو پر اجندا هوکړې ته ورسېږي.

د مصالحې عالي شورا او د دولت د مرکچي پلاوي یوشمېر غړیو ویلي چې ډېر ژر به د دواړو لوریو د مرکچیانو ترمنځ اختلافونه حل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام