
د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنیز کړکېچ هوارولو په تړاو د منځګړیتوب په دوام، له ناورینه د تېرېدو دوې حل لارې وړاندې شوي چې یوه یې د ملي یووالي حکومت د دوام او بله یې هم د ملي مشارکت په نوم حکومت جوړونه ده؛ خو دغه طرحې تر اوسه نه دي منل شوي او د تفاهم کړکۍ لاهم تړلې ده.
له ټاکنیز او سیاسي بحرانه د وتو لپاره هڅې دوو سطحو کې جریان لري.
د امریکا په استازیتوب زلمی خلیلزاد، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د افغانستان د سیاستوالو په استازیتوب پخوانی جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف هڅې کوي چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره پخلا کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ امریکا له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله غوښتي، ترڅو له بحرانه وتو لپاره د یوې حللارې موندلو لپاره، د تحلیف مراسم ترسره نه کړي.
سرچینې وايي، تر دا مهاله د ټاکنو شخړې هواري لپاره هېڅ نښې نښانې نه لیدل کېږي؛ خو یو شمېر سیاستوال، له بحرانه وتو لپاره د مشارکتي حکومت جوړول او د ملي یووالي حکومت د دوام وړاندیز کوي.
له دې ډلې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل د مشارکتي حکومت پر ځای د ملي مصالحې حکومت اصطلاح کارولې ده.

همداراز د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني وايي، د بحران تعلل او تداوم به د سولې فرصت له منځه یوسي.
د ګیلاني بل وړاندیز دا دی چې د ټاکنیزو ډلو د استازيو په حضور کې دې یو نړیوال پلاوی، جنجالي رایې او اطلاعات له سره وڅېړي.
سیاسي کارپوه احمد سعیدي سلاموطندار ته وايي، تر دامهاله دواړو خواوو کې هېڅ انعطاف نه لیدل کېږي؛ خو که چېرې د مشارکتي حکومت تشکیل ټاکنې مطرح شي، دغه اقدام به له ننګونو ډک وي.
د پوهنتون استاد اکرام عارفي په دې اند دی چې امریکایان د دغه بحران د پای ته رسولو توان لري؛ خو که چېرې هغوی اراده وکړي د دعوې لوري به انعطافپذیري وښيي.
د منځګړیتوبونو دوام سره هممهاله، محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د بېلا بېلو کمیسیونونو په جوړولو سره، د تحلیف مراسمو ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي او بل خوا د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ چې د خبرو لپاره د زمینې رامنځته کول شمېرل کېږي، مخ په ختمېدو ده.
سوله او ټاکنې د افغانستان پر وړاندې له ننګونو ډک شرایط رامنځ ته کړي دي.
په دې تړاو:





