
«پولیس د ډزو حق لري» هغه جمله ده چې دې ورځو کې د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼو کې تکرارېږي.
ډېری پهدې باور دي چې پهدې موضوع د کورنیو چارو وزارت ټینګار، د دغه وزارت د قاطعیت معنا لري، هغه قاطعیت چې له ډېر وخت راهیسې یې ولس انتظار کولو.
دې ورځو کې د کورنیو چارو وزارت په وروستیو اقدامونو خبرې کول، ټولنیز شبکې ګرمې ساتلې دي.
البته دغه ګامونه هغه مهال اوچت شوي چې امرالله صالح د کورنیو چارو سرپرست وزیر شو.
سره لهدې چې ګڼ شمېر خلک د کورنیو چارو وزارت له دغو اقدامونو هرکلی کوي؛ خو داسې کسان هم شته چې د شک په سترګه ورته ګوري.
سفارتخانو ته د پولیسو په ورتګ بندیز، په جنايي جرمونو د تورنو کسانو نوملړ خپرېدل، د عامهنظم ګډوډوونکیو فهرست خپرېدلو، د نیمهدرنو وسلو په لېږدولو بندیز او د وسلو ترلاسه کولو لهپاره د نوې قاعدې وضع کول، د دغه بنسټ له اقدامونو دي.
ولسي جرګې هم د کورنیو چارو وزارت لهدې اقدامونو ستاینه کړې او د دغه ډول کړنو پراخولو غوښتنه یې کړېده.
د ولسي جرګې دوه غړي مخدوم عبدالله محمدي او سیدمحمد موسی جناح د دې اقدام د هرکلي ترڅنګ غواړي چې په ټولو ولایتونو کې ورته اقدامات ترسره شي چې د زورواکیو او خپلسرو کړنو مخنیوی وشي.

د کابل ښار اوسېدونکي هم د کورنیو چارو وزارت له وروستیو اقدامونو ستاینه کوي او وايي، دغه پروګرامونه باید په دوامداره توګه عملي شي.
د هغوی په وینا، کابل کې د غیرمسوولو وسلهوالو کسانو موجود د وحشت په ښار بدل کړی او زیاتره خلک په ارامه توګه تګ ـ راتګ نهشي کولی.
د کابل ښار دوه اوسېدونکي فیاش او سید احمد وايي:
یو شمېر پوځي کارپوهان هم د ښار امنیت تامینولو کې د کورنیو چارو وزارت وروستي اقدامونه مهم بولي.
پوځي شنونکی میرزامحمد یارمند وايي چې د کورنیو چارو وزارت دا وروستي پروګرامونه به هغه مهال اغېزناکه ووسي، چې په دوامداره توګه عملي شي.
د هغه په وینا، د مجرمینو نوملړ اعلانول د ښار په کچه د امنیت تامینولو لامل کېږي او او ښار د امنیت، ارامښت او سکون خوا ته بیايي.
دغه پوځي شنونکی زیاتوي، کورنیو چارو وزارت باید د کار بشري ځواک له کمزورۍ څخه د مخنیوي لهپاره، د نقلیه وسایطو د کنټرول سیستم الکترونیکي کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند سلاموطندار ته وايي، د دغه وزارت پروګرامونه په دوامداره توګه کابل ښار او ورپسې نورو ښارونو کې اجرا کېږي.
د هغه په وینا، د کورنیو چارو وزارت پروګرام له همدغو اقدامونو څخه پیل شوی او د سترو مجرمینو په نیولو پای ته رسېږي.





