د سولې په اړه د خلیلزاد د سفرونو تازه پړاو پيل شو

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفرونو اووم پړاو له یکشنبې پیل شوي او د می میاشتې تر ۱۱مې نېټې به دوام ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې خلیلزاد به دا ځل افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او بریټانیې ته ولاړ شي.

ښاغلی خلیلزاد به په کابل کې د ملي یووالي حکومت لوړپوړي چارواکی او سیاسي ګوندونه وهڅوي چې د سورې معامله پای ته ورسوي.

ښاغلي خلیلزاد په ټویټر لیکلي چې د سفر په دې پړاو کې به د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ‌والو ملاتړ راجلبوي او په‌دې خبرواترو کې به افغان سیاستوال د ګډون له‌پاره هڅوي. 

د ده په خبره، د سولې په خبرو کې خنډونه د دې معنا نه‌لري چې د سولې په برخه کې ښې هڅې نه‌کېږي.

زلمی خلیلزاد به په خپل اووم پړاو سفر کې په قطر کې له طالبانو سره هم وګوري او پر هغوی به فشار راوړي چې له افغان سیاستوالو سره خبرو اترو ته چمتو شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د امریکايي او طالب‌استازیو ترمنځ په تېرې غونډې کې له افغانستانه په بشپړ ډول د امریکايي پوځیانو په وتلو هوکړه شوې‌و او په راتلونکي غونډې کې به د دې موضوع په جزیاتو بحث وشي؛ امریکا ته اړوندو سرچینو تر دامهاله په رسمي ډول په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام