
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې قطر هېواد هغه بینالافغاني غونډه چې ټاکل شوې وه د اپرېل میاشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه په دوحه کې جوړه شي، لغوه کړې ده.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، قطر د تصور خلاف، تېره شپه د هغو کسانو نوملړ افغانستان ته را لېږلی چې ټولشموله نهدی او توازن هم په پام کې نهدی پهکې نیول شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، د دا ډول نوملړ رالېږل، د افغانانو ارادې ته د سپکاوي په مانا ده چې دا موضوع خلکو ته د منلو نهده.
د دې خبرپاڼې له مخې، د یاد نوملړ له رالېږل کېدو وروسته، ولسمشر غني له یو شمېر مشرانو سره مشورتي غونډه وکړه چې په پایله کې یې د قطر له لوري رالېږل شوی نوملړ د منلو وړ و نه بلل شو او له قطر هېواد نه وغوښتل شول، هغه نوملړ ومني چې د افغان حکومت له لوري اعلان شوی دی، خو یاد هېواد د دغه اقدام په غبرګون کې بینالافغاني غونډه لغوه کړه.
په همدې حال کې طالب ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قطر غونډې د لغوه کولو مسوولیت پر افغان حکومت اچولی او ویلي یې دي چې هڅه کوي د سولې په پروسه کې خنډ جوړ کړي.
اړوند مطالب:
د قطر بینالافغاني غونډه هم وځنډېدله
قطر ته د افغان حکومت د پلاوي سفر وځنډېد
ولسمشر: طالبان له افغان دولت سره له خبرو پرته بله لار نهلري

د طالبانو په خبرپاڼې کې لیکل شوي، ټاکل شوې وه د قطر غونډه د مسکو هغې په څېر وي، خو افغان چارواکیو «اشرف غني او عمر داوودزي» څو ځله ویلي وو چې د افغانستان له لوري ګډون کوونکي کسان د حکومت استازولي کوي چې دا د سولې پروړاندې هڅې ښيي.
د قطر په کوربهتوب بینالافغاني غونډه چې ټاکل شوې وه د شنبې او یکشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي، خو سرچینو پرون ویلي وو چې یاده غونډه د حکومت له نوملړ سره د طالبانو د مخالفت له کبله لغوه شوې ده.





