
د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې۱۳۹۶ لېږدیز لمریز کال د مليیووالي حکومت لهپاره په امنیتي او سیاسي لحاظ له جنجالونو ډک کال و.
د ښاغلي عبدالله په وینا، ډېر ژر به د ارګ او بلخ ګوښه شوي والي عطامحمد نور ترمنځ پېښ شوي جنجالونه حل شي.
د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی او د ولسمشر د دفتر رییس سلام رحیمي تېره اوونۍ د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ د رامنځته شویو جنجالونو د حل په موخه مزارشریف ته تللي وو.
شاوخوا دوې میاشتې مخکې ولسمشر محمداشرف غني د بلخ د والي عطامحمد نور لیکلې استعفا ومنله او پر ځای یې ښاغلی انجینیر محمدداود د بلخ د نوي والي په توګه اعلان کړ. ښاغلي نور د انجینیر داود له اعلان سره هممهاله غبرګون وښود او خپله استعفا یې ونه منله او له همغې ورځې راهیسې د ارګ او نور ترمنځ جنجالونه روان دي.





