غني: د تل‌پاتې سولې له پاره ۶ میاشتې واټن لرو

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پاکستان په وضاحت سره اقرار وکړ، چې دوی وسله وال طالبان د سولې خبرو اترو میز ته نه شي حاضرولای.

هغه زیاته کړې، چې د تلپاتې سولې له پاره باید افغانان ۶ میاشتې د جګړې زغم په ځان کې پېدا کړي.

نوموړی، چې تېره شپه(مارچ ۱۸مه) د ملي شورا غړو ته په ارګ کې وینا کوله زیاته کړه، افغانان د سولې په برخه کې زیاتې قربانۍ ورکړي او " دغه د زهرو تحمیلي جام" به هم وڅښي.

ولسمشر وویل، چې د جګړې له پاره افغان حکومت پوره چمتووالی او د وسله والو طالبانو هر راز برید ته د ځواب ورکولو توان لري.

همدارنګه هغه زیاته کړه، چې که افغان حکومت دفاعي اراده و نه لري، نو د میز پر سر سولې ته رسېدل ګران کار دی.

هغه دا هم وویل، چې د لومړي ځل له پاره افغان حکومت نړېوالو ته دا قناعت ورکړ، چې پاکستان له افغانستان سره په یو نا اعلان شوي جنګ اخته دی.

غني د مشرانو او ولسي جرګو استازو ته وویل، چې له دې وړاندې افغانستان په یو انزوا کې وه او اوس د تروریزم سره د مبارزې په برخه ټول نړېوال د افغانستان ملاتړ کوي.

هغه په دولت کې له ځينو جاسوسانو هم خبر ورکړ، چې ګوندې داسې کسان هم شته، چې د سرحدي پولیسو د ضعف ټکي پاکستاني سرحدي ځواکونو ته ورکوي او هغوی بیا د کرښې دېخوا ته مخکې تګ کوي.

نوموړي زیاته کړه: " جاسوسان به له دې وروسته په حکومت کې ځای و نه لري".

دا په داسې حال کې ده، چې نن په کابل کې د یوې زورورې چاودنې او ځانمرګي برید وروسته شاوخوا ۳۰ تنه و وژل شول او ۳۲۷ تنه نور ټپيان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام