
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وویل، که طالبان له اوربند سره موافقه ونه کړي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې او هڅې به بې پایلې پای ته ورسېږي.
صدیقي زیاته کړه چې تر اوسه پورې په دوحه کې د سولې د خبرو په تړاو هېڅ د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
په ورته حال کې طالبانو ته دوو نږدې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، که د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، دغه ډله چمتو ده چې له امریکايي ځواکونو سره لس ورځې اوربند وکړي.
د طالبانو دغو سرچینو ویلي چې په ورته حال کې به له افغان ځواکونو سره تاوتریخوالی کم او له حکومت سره به د سولې خبرو ته چمتو شي.

د طالبانو یوه قوماندان رویټرز ته ویلي چې امریکايي پلاوي په دوحه کې د اوربند غوښتنه کړې، خو دغې ډلې د ځینو مسایلو له کبله د امریکایانو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د طالبانو دغه قوماندان دغه راز ویلي چې اوسمهال د طالبانو ډېری غوښتنې د امریکايي پلاوي له خوا په پام کې نیول شوې دي.
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین تېره شپه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال له امریکايي پلاوي سره د هوکړه لیک د لاسلیکولو د مراسمو په اړه خبرې کړې دي.





