
د افغان سولې پروسې د پر مخ بیولو لپاره د مصالحې عالي شورا لومړنۍ غونډه پرون وشوه، خو هغه څه چې له جوړېدو تر لومړۍ غونډې پورې پېښ شوي، لا هم نهدي روښانه.
یوې باوري سرچینې سلاموطندار ته وویل، د مصالحې شورا جوړېدل ډېر لانجمن و. د سرچینې په وینا، د دې شورا په جوړښت کې د ولسمشر غني په ګډون له ۱۷ ډېر کسان په یوه ځانګړي قوم پورې تړاو لري.
د سرچینې په وینا، «د مصالحې شورا په لومړۍ غونډه کې د دغه نوملړ وړاندیز د ګډونوالو له تند غبرګون سره مخ شو او د غونډې ګډونوالو د دغه نوملړ د اصلاح غوښتنه وکړه.»
پهدې غونډه کې د حنیف اتمر او امرالله صالح په ګډون، ۱۳ کسان له نوملړه اېستل شوي چې دا کار د دغو دواړو کسانو له جدي غبرګون سره مخ شوی او د سولې او اعتدال ډلې مشر محمدحنیف اتمر تېره ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دا شورا «دېکتې شوې» بللې ده.
د دې ډلې په یوه بله خبرپاڼه کې لیکل شوي، «په خپاره شوي نوملړ کې د ملي څېرو، له مهمو سیاسي ګوندونو او جریانونو، جهادیانو، مدني فعالانو رښتیني استازي او قومي – جنسیتي ترکیب نه رعایتول د سولې په بهیر کې د حکومت د اړخ نه لګولو ښکارندویي کوي او د جګړې د پای ته رسولو او د ټول شموله او تلپاتې سولې لپاره د مقابل لوري د بېباورۍ لامل کېږي چې دا شونې ده د سولې بهیر بریالیتوب ته جدي زیان واړوي.»
د راپورونو له مخې، د مصالحې د رهبرۍ شورا په نوملړ کې مدني فعالان، خصوصي سکټور او ځوانان ټول د ننګرهار وو؛ نو ځکه خو له خانجان الکوزي پرته د دې برخو کسان بدل شوي دي.
د مصالحې شورا په لومړۍ غونډه کې همداراز پرېکړه شوې چې د لنډې مودې لهپاره دې په نوملړ کې د جنرال دوستم یا د هغه د زوی باتور دوستم نوم پهدې شورا کې شامل شي.
له سمون وروسته د غونډې په ترکیب کې ۱۴ پښتانه، ۷ تاجېک، ۵ هزاره، 3 اوزبېک او یو یو کس د عرب، نورستاني او بلوچ قومونو شامل شول.
په پام کې ده چې د مصالحې عالي شورا د روانې اوونۍ د چارشنبې په ورځ له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړي وټاکي.
اړوند مطالب:





