د جګړې سل زره قربانیان د سولې خبرو کې استازی نه لري

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې له افغان دولت نه غوښتي چې د سولې په خبرو اترو کې د جګړې د قربانیانو استازي شامل کړي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې (TJCG) چې د بشري حقونو او جګړې د قربانیانو د ۲۶ بنسټونو اېتلاف دی په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا ډله هیله لري چې د افغان دولت مرکچي پلاوی به د سولې پر پروسې شته بې‌باورۍ له منځ لاړې شي.

دغې ډلې په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو ته په اشارې ویلي، ښايي یاد ویروس د ګڼ‌شمېر کسانو ژوند واخلي، خو جګړه لا هم روانه ده او هره ورځ سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي چې اوربند وکړي او د کورونا ویروس پر وړاندې یو له بل سره همکاري وکړي.

دغه ډله وايي چې د سولې په مرکچي پلاوي کې د جګړې د قربانیانو د استازیو نه موجودیت دا پلاوی ناقص کړی چې په وینا یې، د قربانیانو د کورنیو، د بشري حقونو ملاتړو او مدني فعالانو اندېښنې یې را پورته کړې دي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې ټینګار کړی چې د جګړې د قربانیانو کورنۍ خپلې غوښتنې لري او په‌کار ده چې د خپل استازي له لارې یې په یادو خبرو اترو کې ووايي او دغه راز د جګړې ښکېلې خواوې باید د هغوی له درده خبرې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د راپور له مخې، له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې یوازې له سل زرو ډېرو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې د سولې په مرکچي پلاوي کې د دوی استازي ته ځای نه ورکول د سولې خبرو اترو مشروعیت له پوښتنې سره مخ کوي.

دغه ډله زیاتوي، د سولې پروسې په برخه کې د نورو ملتونو تجربې ښيي چې د خبرو اترو پر مهال د جګړې د قربانیانو بې‌برخې کول، دا پروسه سختوي او ان د جګړې د بیا پیل لامل کېږي.

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی له اوږده ځنډ، غور او سلا مشورو وروسته د ملي امنیت د پخواني رییس محمدمعصوم ستانکزي په مشري جوړ شو.

فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بیک فوزیه کوفي، ضراراحمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمدرسول طالب، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، حفیظ منصور، غلام‌فاروق مجروح، عنایت‌الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم‌الله نقیبي، محمد ناطقي، ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او امین احمدي د دغه پلاوي غړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام