
د چارو افغان شنونکي د برېښنايي پېژندپاڼو پر ځای د کتابچهيي هغو وېش له اوسني عصر شا ته والی او په همدې بهیر د لګېدلې پانګې بې ځای ضایع بولي.
د سیاسي چارو شننونکی غفور احمد جاوید وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو پر ځای کتابچهيي هغه به افغانان یوه پېړۍ شا ته وغورځوي.
غفور جاوید زیاتوي، یو شمېر سیاسي کړۍ او سوداګر د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مخه نيسي، چې پر وینا يې په دې برخه کې ډېره پانګونه شوې ده.
دی زیاتوي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د فساد پر ضد مبارزه، د ټاکنو په رڼوالي او د ناامنیو په مخنیوي کې ګټور ګام و. ده په سیاسي ټیکهدارانو تور پورې کوي، چې د خپلو شخصي ګټو له پاره هڅه کوي، چې په ملي اداره کې ریفورم رانهشي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي صالح محمد صالح هم د کتابچهیې پېژندپاڼو د وېش او جوړېدو پر وړاندیز نیوکه کوي، وایي چې په دې سره د فساد مخه نه نېول کېږي، بلکې هڅه کېږي، چې د برېښنايي فساد نوې بڼه رامنځته شي.
صالح زیاتوي، پخوانۍ پېژندپاڼې په ایران او پاکستان کې په جعلي بڼه جوړېدل؛ نو ښايي چې له دې بڼې سره یې هم دا ډول چلن وشي.

دی همدارنګه ټینګار کوي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې کومه جدي ستونزه نه شته او ولسي جرګې د اختلافي مواردو په اړه وړاندیز کړي وو، چې د ملت په توګه د افغان کلیمې ترڅنګ دې د قومونو نومونه هم ولیکل شي.
دی وړاندیز کوي، چې موږ د یو ژوندي ملت په توګه حق لرو، چې د برېښنايي پېژندپاڼو په جوړولو سره مخکې لاړ شو؛ نه دا چې د خپلې بې مدیریتۍ او بې کیفیتۍ ننداره وړاندې کړو او بېرته سل کاله شا ته تګ وکړو.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندار ته وویل، غواړي په پخوانیو پېژندپاڼو کې بدلون راولي او په کتابچهیې بدله کړي.
صدیقي همدارنګه زیاتوي، چې په یوه پاڼه کې د وګړیو د هویت تثبیت د اندېښنې وړ دی؛ نو کتابچهیي بڼه به یې ګټوره وي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له پاره د نړیوالې ټولنې په مالي او تخنیکي مرستې هر څه دې ته چمتو شوي وو، چې د برېښنایې پېژندپاڼو د وېش لړۍ باید پیل شي؛ خو د ځېنو ستونزه له امله دا لړۍ وځنډیده او اوس ویل کېږي، چې کتابچهیي پېژند پاڼې به ووېشل شي.





