د ارګ او جمعیت ترمنځ لومړۍ غونډه پای ته ورسېده

د ارګ سره د عطامحمد نور په اړه د جمعیت اسلامي ګوند لومړۍ غونډه پای ته ورسېده. په دې خبرو اترو کې د جمعیت له‌خوا صلاح الدرین رباني، محی الدین مهدي، ستار مراد او واقف حکیمي او بل خوا بیا حنیف اتمر، معصوم ستانکزي او سلام رحیمي د ارګ په استازیتوب ګډون درلود.

یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، دا مذاکرات په دې راڅرخېدل چې ارګ دې دوه وزارتونه، دوه سفارتونه، یو ولایت او د امنیې قومانداۍ یوه څوکۍ د جمعیت استازو ته ورکړي او د هغوی کسان دې پرې وګوماري.

سرچینه زیاتوي، د نن ورځې په غونډه کې یوازې ارګ ته د جمعیت ګونډ غوښتنې وړاندې شوي دي او دواړه لوري به په راتلونکیو غونډو کې په دې اړه لا زیات بحث وکړي.

سرچینې وویل، تېره شپه صلاح الدین رباني د ملي یووالي حکومت له اجرایوي رییس سره د دغو مذاکرو په اړه بحث کړی دی او ډاکتر عبدالله بیا د موجوده جنجالونو پر سوله‌ییزې حل لارې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور ادعا کوي، حکومت د بلخ ناامنه کولو پلان لري او هغه دا ځل په کابل کې له پټې قضیې وايي، چې د ملي امنیت بنسټونو او د ملي امنیت شورا په دولتي میلمستونونو کې یو شمېر ولګرد کسان راټول کړي او وسلې یې پرې ویشلي دي او بلخ ته یې د پاڅون له‌پاره ورلېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام