د سولې پروسه کې دې د ښځو رول بنسټیز شي

د سولې عالي شورا چارواکي وايي، هېواد کې د سولې راوستو برخه کې د ښځو رول مهم دی او باید بنسټیز شي.

د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي نن کابل کې د «سولې میندې پروګرام» دویم پړاو، لومړۍ غونډې کې وویل، سولې ته د رسېدو له‌پاره باید ښځو ته بنسټیز رول ورکړل شي.

د نوموړې په وینا، ښځې غواړي په هېواد کې د سولې په اړه رښتینی او بنسټیز بدلون راولي.

سرابي زیاتوي، د «سولې مېرمنو» هدف هېواد کې د سولې ټینګښت دی او هڅه کوي چې دا پروسه له کورنیو راپیل کړي.

په همدې حال کې د دې پروګرام ګډونواله لېمه د هېواد پرمختګ له سولې سره تړلی بولي او وايي، سوله د رڼا او ارامۍ لامل کېږي.

د یادونې ده چې د «سولې میندو» پروګرام لومړی پړاو په کندهار، غور او پروان ولایتونو کې جوړ شو او دویم پړاو یې په کندوز، بغلان، لغمان، جوزجان، کاپیسا او هرات ولایتونو کې جوړېږي.

بلخوا د ښځوچارو وزیرې دلبر نظري په کابل کې یوې بلې غونډې کې نیوکه کړې چې په حکومتي کچه سترو پرېکړو کې د ښځو ونډه کم‌رنګه ده.

نوموړې د حکومتي په مهمو برخو کې د ښځو ونډه سمبولیکه ګڼي او تینګار کوي چې لا هم په هېواد کې د ښځو ظرفیت او وړتیاوو ته د شک په سترګه کتل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام