ټاکنو کمېسیون: حکومت دې د کمېسیون امنیت ټینګ کړي

د ټاکنو خپلواک کمېیون مسوولانو نن (دوشنبه) د کابل په «نوي ښار» کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، کمېسیون تر امنیتي ګواښ لاندې دی او حکومت باید د کمېسیون مرکزي دفتر په ګډون، د ولایتي هغو امنیت هم ونیسي.

د دې کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدېع صیاد د کمېسیون مخې ته د ولسي جرګې ټاکنو له‌پاره د نوماندانو له نوملړه د لرې شویو نوماندانو پلویانو اعتراض او د کمېسیون دروازې تړلو ته د اشارې ترڅنګ وویل، د کمېسیون په چارو کې یوه ورځ خنډ او ځنډ د زغم او جبران وړ نه دي.

د نوماندانو له نوملړه د لرې شویو او معترضو نوماندانو پلویانو نن سهار د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر دروازه وتړله او د کمېسیون کارکوونکیو ته د یې د ننوتلو اجازه ورنه‌کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس وايي، که حکومت یې د کمېسیون امنیت خوندي نه‌کړي او د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخ شي، مسوولیت به یې د کمېسیون نه، بلکې د حکومت پرغاړه وي.

عبدالبدېع صیاد وايي، اعتراض د خلکو حق دی او باید له قانون سره سم وشي، خو په وینا یې چې د کمېسیون مرکزي او ولایتي دفترونو د دروازو تړل ملي خیانت دي.

د ټاکنو کمېسیون مسوولان دغه راز د کمېسیون امنیت ټینګښت برخه کې حکومت، په ځانګړې توګه اړوندې امنیتې ادارې په بې‌پروایۍ تورنوي.

 موږ هڅه وکړه چې په‌دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم واخلو، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي د ټاکنو کمېسیون د امنیت ساتل د کورنیوچارو وزارت مسوولیت وباله، خو د یاد وزارت ویاند بیا د سلام‌وطندار پرله‌پسې اړیکې ځواب نه‌کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام