«ناقانونه کړنې کولای شي د سولې په تړاو د افغان ولس هیلې له اندېښنو سره مخ کړي»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د عبدالله عبدالله له لوري د ځینو ولایتونو لپاره د والیانو پر ټاکل کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. 

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ناقانونه کړنې کولی شي چې د سولې په اړه د خلکو هیلې له اندېښنو سره مخ کړي.

 یوناما له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې ده چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي.

خبرپاڼه کاږي، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي اوونۍ روانه ده، د هر چا له لوري د زور او یا هم د ناقانونه وسیلې کارول د سولې پروسه زیانمنوي.

دا په داسې حال کې ده چې  د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې د سلواغې په ۲۹مه اعلان شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د ثبات او همپالنې ټیم دا پایلې ناسمې وبللې او مشر یې عبدالله عبدالله د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو اعلان وکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام