
د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پرون د (فېبرورۍ پر ۸مه) ویلي، د امریکا لهپاره د سولې د موافقې ترلاسه کېدل لومړیتوب لري نه دا چې په افغانستان د امریکا پوځي موجودیت پای ته ورسېږي.
ده دا خبرې په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انستیتوت کې یوې غونډې ته کړېدي.
ده په ورته وخت کې وویل، که امریکا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرۍ په ځاله نه بدلېږي؛ امریکايي ځواکونه به ووځي.
خو د امریکا ځانگړي استازي زیاته کړه چې لا هم د سولې بهیر په لومړي پړاو کې دی او په خبره یې، تر لاسه شوي څه مهم دي؛ خو لا هم اوږد مزل په مخکې لري.
ورته مطالب:
قطر کې د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه شوې
د مسکو غونډه؛ ټول بهرني ځواکونه دې ووځي
خلیلزاد: ۴۰ کلنه جګړه په یوه غونډه کې نهشي ختمېدلی
ښاغلي خلیلزاد په ورته مهال کې پر پاکستان تور پورې کړی چې له تاریخي پلوه یې تر اوسه د سولې په خبرو کې مثبت رول نهدی لوبولی؛ خو دغه رول وروستیو کې بدل شویدی.
دی په افغانستان کې د جګړې پای رسېدل د دې لهپاره هم مثبت ګام بولي چې د امریکا او پاکستان اړیکې به هم ښې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په مسکو کې د تېرې اوونۍ د غونډې په اړه وویل چې امریکا نه غواړي د افغانستان د سولې په خبرو کې ټول واک د ځان وګني او په وینا یې، له هر هېواد نه یې د سولې د هڅو د ملاتړ غوښتنه کړېده.
د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي همداراز وویل چې د افغانستان د جګړې ریښې نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په سیمه کې هم دي.
ښاغلي خلیلزاد په ورته وخت کې وویل چې د طالبانو لوړپوړی قوماندان ملا برادر پاکستاني چارواکیو د ده په غوښتنه خوشې کړی.

دی ادعا کوي چې ملابرادر د طالبانو د نورو غړیو په پرتله د سولې پلوی دی.
ملا برادر د پاکستان له زندانه له خوشېکېدلو وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شویدی.
زلمي خلیلزاد د افغانستان د ولسمشریزو ټاکو په اړه وویل، که د انتخاباتو نه وړاندې د طالبانو سره سوله وشي، له یوې خوا به ټاکنې په سولهییزه فضا کې ترسره شي او له بلې خوا به طالبان هم په ټاکنو کې برخه واخلي.
د ده په خبره، امریکا هیلهمنه ده چې د افغانستان کې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې ـ چې د سرطان په میاشت کې کېږي ـ له طالبانو سر د سولې هوکړې ته ورسېږي. ښاغلي خلیلزاد په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره څو پرلهپسې غونډې کړېدي. د دې لړۍ درې غونډې په قطر او یوه یې په متحده عربي اماراتو کې شوېده.
لهدې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې کلنۍ وینا کې ویلي وو چې مرسته کوونکي هېوادونه هغه مهال خپل پوځونه په افغانستان کې کموي چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ ولیدل شي.
ښاغلي ټرمپ له کلنۍ وینا مخکې ویلي وو، په افغانستان کې د سولې توافق ته رسېدلو سره به ځېنې پوځیان د اطلاعاتي کارونو لهپاره پرېږدي.





