
د کندوز سولې عالي شورا مشر مولوي عبدالبصیر سلاموطندار ته وايي، د اقتصادي امکاناتو نهشتوالی له امله هغو طالبانو نه چې غواړي د سولې پروسې سره یو ځای شي، هرکلی نهشي کولی.
کندوز کې د سولې عالي شورا دفتر مشر په وینا، د حکومت بېتوجهيي په دلیل هغه طالبان چې پخوا کلونو کې د سولې بهیر سره یو ځای شوي وو؛ وژل شويدي.
کندوز کې د سولې عالي شورا دارالانشا پخوانی مشر وحیدالله رحماني وايي، دغه ولایت کې د سولې عالي شورا کارکوونکي د اړیکو پر اساس ګومارل کېږي او د ټاکنو په را نږدې کېدو سره په سیاسي فعالیتونو بوخت دي.
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، پهداسې حال کې چې دغه ولایت کې د سولې عالي شورا ډېرې پیسې مصرف کړي؛ خو هېڅ لاستهراوړنه نهلري.
د کندوز اوسېدونکیو په وینا، د سولې عالي شورا ګونګه تګلاره د دې لامل شوې د سولې له پروسې سره یو ځای کېدونکي وسلهوال ووژل شي.

د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري مني چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې تراوسه پورې کومو مخالفو ډلو چې غوښتل د سولې پروسې سره یو ځای شي؛ د مرکز او ولایتي کمیټو په کچه د سولې عالي شورا د مجدد ادغام پالیسۍ نه درلودو له امله نهشي کولی ور نه هرکلی وکړي؛ خو د دې پالیسۍ د تدوین لهپاره د هڅو خبر ورکوي.
تېرو کلونو کې کندوز کې د سولې عالي شورا دفتر هر هغه طالب مشر ته چې د سولې پروسې سره یو ځای کېده ۱۳زره افغانۍ معاش او طالب جنګیالي ته هم په میاشت کې ۸ زره افغانۍ ورکولې؛ خو اوس دغه بهیر درول شویدی.





