سرګي لاروف: بین‌الافغاني مذاکرات، د سولې حل لاره ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وايي، د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د افغان سولې خبرې اترې په خپل لاس کې واخلي او د بندو دورازو شاته یې همداسې پټې یوسي. نوموړي په قطر کې د امریکا او طالبانو وروستۍ غونډه د پټو خبرو اترو بېلګه یاده کړه.

لاروف چې اوس په قرغېزستان کې دی د مسکو غونډې په اړه وايي، روسیه د افغانستان د جګړې پای ته رسولو لپاره د بین‌الافغاني حل لارې په لټه کې ده.

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه نن پیل شوې او دوه ورځې به دوام وکړي.

په‌دې غونډه کې نږدې ۷۰ افغان سیاستوالو او د طالبانو ۱۰ استازیو ګډون کړی دی.

طالبان هم د مسکو په غونډه کې ګډون کوي

د مسکو د سولې غونډه د طالب‌استازیو په ګډون پیل شوه

حامد کرزی، محمدیونس قانوني، محمدحنیف اتمر، عطامحمد نور، محمداسماعیل خان، محمد محقق، سیدحامد ګیلاني، ذبېح‌الله مجددي او یو شمېر نور هغه کسان دي چې د مسکو په دوه ورځنۍ غونډه کې یې ګډون کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام