
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې ـ چې نن خپور شو ـ د طالبانو په زندان کې له ملکیانو او امنیتي کسانو سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې طالبان په خپلو زندانونو کې ملکیان او امنیتي کسان وژني او شکنجه کوي يې.
دې بنسټ ته ځېنو کسانو په مرکو کې ـ چې د روان زیږیز کال د تېرې میاشتې په اخره کې د طالبانو له زندانه د ځانګړیو عملیاتو کې ۱۳ کسان راخوشې شوي ـ ویلي چې زندانیان په خراب وضعیت کې ساتل کېدل او په زندان کې ملکیان او امنیتي کسان د وژلو ترڅنګ له بدچلند او ځورولو سره مخ وو. دې کسانو په مرکو کې د طالبانو له لوري د شاوخوا ۱۱ کسانو د وژل کېدلو خبر تایید کړ.
پهدې راپور کې راغلي چې دا ۱۳ کسان له هغې ۵۳ کسیزې ډلې سره یوځای د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړیو عملیاتو کې د طالبانو له زندانه تېره میاشت راخوشې شول. دا زندان د روزګان ولایت د خاصروزګان ولسوالۍ په شېرا کلي کې جوړ شویو.
په راخوشې شویو کسانو کې ۴۵ تنه د دفاعي او ملي امنیت کارکوونکي، د ۳ ملکي دولتي کسانو په ګډون ۸ تنه غیرنظامیان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي، «زه د دې جدي ادعاوو لکه د ملکي کسانو او امنیتي هغو سره د طالبانو په زندان کې د بد چلند، ځورولو او وژلو په اړه اندېښمن یم.»

د دې راپور په یوځای کې راغلي چې دا ټول زندانیان په ۵ کوټو کې ـ چې په ځمکتلي کې جوړه شوېوه ـ ساتل کېدل او شاوخوا ۷ ساعته پرې هره ورځ جبري کارونه، لکه د چاودېدونکیو توکیو جوړل.
د یوناما د راپور پر بنسټ، زندانیان د ژمي په موسم کې په سیوري او یخ ځای کې ساتل کېدل او د ورځې یې دوه لوبیا او ډوډۍ ورکول او روغتیايي اسانتیاوې یې هم نهلرلې.
د یوناما دا موندنې ښيي چې په زندان کې له بندیانو سره شوی برخورد د نړۍوالو قوانینو پر خلاف، غیر معیاري او یو طرفه دی.
د یوناما د بشري حقونو رییس ریچارد بنت وايي، «ملګري ملتونه طالبانو ته یادونه کوي چې د نړۍوال بشردوستانه قانون په نړۍوالو وسلهوالو جنګونو او غیرنړۍوالو جنګونو کې د اجرا وړ دي. دا قانون وايي، هغه کسان چې په مستقیم ډول په جګړو کې ښکېل نهدي او یا هغو کسانو چې لهدې کاره لاس اخېست، له هغو سره باید همېشه انساني چلند وشي.»
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یوناما دا راپور مغرضانه بللی او وايي، دا راپور یوطرفه دی او په انتقاد سره یوناما ته وايي چې ولې د دولت او امریکا له زندانونو د بدچلند راپور نه جوړوي.
ورته مطالب:





