د شهر نو خونړی برید؛ محب څو ساعته وروسته د طالب بندیانو لیدو ته ورغی

تېره ورځ ماښام د کابل په شهر نو سیمه کې د کونټرپارټ پر موسسې د طالبانو له مرګوني برید یوازې څو ساعته وروسته د ملي امینت شورا سلاکار حمدالله محب د یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د بګرام زندان ته لاړ او هلته یې د طالبانو له بندیانو سره وکتل.

دغې موضوع ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی جعفر مهدوي وايي، که څه هم د یاد برید او لیدنې ترمنځ کومه اړیکه نه‌شته، خو دا ډول اقدام د حکومت د بې‌‌پلانۍ ښکارندويي کوي.

په همدې حال کې د ځانمرګي برید یو قرباني عزیز وايي، د ملي امنیت شورا سلاکار د دې پر ځای چې له طالب بندیانو سره یې کتل، د شهیدانو او د قرباني شویو امنیتي ځواکونو کورنیو لیدو ته به ورغلی و.

خو د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین وایي، حمدالله محب د بګرام له زندانیانو سره په لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې ټولې مسلې، په تېره دوسیې به یې له اصولي او قانوني لارو حل کېږي.

اړوند مطالب:

ولسمشر: طالبان دې روژې ته په درناوي د سولې لار غوره کړي

ولسمشر: حکومت به د طالبانو ۱۷۵ بندیان خوشې کړي

د ارین په وینا، د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار له ټولو بندیانو سره کتلي، خو د کورنیو چارو وزارت د زندانونو رییس عبدالحکیم کوهستاني سلام‌وطندار ته وویل چې په بګرام زندان کې یوازې طالب او داعش بندیان ساتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ولسمشر محمداشرف غني د سولې په مشورتي لویه جرګه کې وویل چې سولې او طالبانو ته د حکومت د ښه نیت ښودلو په موخه به د هغوی ۱۷۵ بندیان خوشې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام