د انس حقاني د خوشې کولو په اړه هېڅ پرېکړه نه‌ده شوې

افغان حکومت د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو له لوري د ۱۴ کسیز پلاوي د نوملړ خپرولو په غبرګون کې چې انس حقاني هم په‌کې دی وايي، «انس حقاني په بندخونه کې دی او د نوموړي د خوشې کولو په اړه هېڅ ډول پرېکړه نه‌ده شوې».

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په یوه ټویټ کې لیکلي: «حکومت د قانون پر پلي کولو مکلف دی او هغو کسانو چې د افغانانو پر وړاندې جرم کړی، د نافذه قوانینو له مخې به یې په اړه پرېکړه کېږي».

نوموړي له خلکو غوښتي چې د عدالت د تامین په برخه کې ډاډه واوسي.

د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۱ تنو د اعدام نوم‌لړ د غني پر میز

جنرال نېکلسن: پاکستان د کوټې په ښار کې حقاني شبکې او طالبانو ته پټن‌ځایونه ورکړي

ولسمشر: داعش، حقاني او "ځېنې" طالبان دښمن تعریف کړل

وسله‌والو طالبانو که څه هم منلې چې انس حقاني اوس بندي دی، خو ویلي یې دي چې باید خوشې شي او وروسته د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي.

شیرمحمدعباس ستانکزی له امریکايي استازیو سره د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو د استازیو رییس ټاکل شوی دی.

انس حقاني د حقاني شبکې یو مهم غړی دی. نوموړی د یادې شبکې د بنسټ اېښودونکي جلال‌الدین حقاني زوی او د حقاني شبکې د اوسني رهبر سراج‌الدین حقاني ورور دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام