د برېښنايي پېژندپاڼو وېشلو بهیر ولسي جرګې کې شخړه جوړه کړه

د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د پېلېدلو بهیر د ولسي جرګې نننۍ غونډې کې د استازیو ترمنځ شخړې رامنځته کړې.

د ولسي جرګې دوه غړي راحله سلیم او لطیف پدرام وايي، ولسمشر محمداشرف غني د دې بهیر په پیلولو سره هڅه کوي د افغانستان په نورو قومونو جعلي هویت ومني.

د دوی په اند، د ولسمشر دغه ګام د افغانستان اساسي قانون خلاف کار دی.

دوی باوري دي چې د ولسمشر غني دا کار به د قومونو ترمنځ تقابل رامنځته کړي.

خو د ولسي جرګې ځېنې نور غړي بیا د برېښنايي پېژندپاڼو ترلاسه کول د افغانستان د هر وګړي حق ګڼي او وايي، کوم شخص یا کومه ډله باید د دې کار مخه ونه نیسي.

د ولسي جرګې غړی منورشاه بهادري وايي، هېواد کې د ملي یوالي حکومت له‌پاره بدیل نه‌شته او افغانان باید له دغه حکومت نه ملاتړ وکړي.

د برېښنايي تذکرو وېشلو بهیر د تېرې پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول د ولسمشر محمداشرف غني له لوري پیل شو؛ خو اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په هماغه ورځ د پېژڼدپاڼو وېشلو بهیر بې‌مشروعیته کار او دغه پروسه یې ناکامه وبلله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام